ننګرهار کې د بوجیو جوړولو یوه کارخونه چې د ورځې د۳۰ زرو بوجیو د تولید ظرفیت لري، شاوخوا ۶۰ کسان په کې پر کار بوخت دي چې ډېری یې له کډوالۍ تازه راستانه شوي دي.
د کارخونې مسوولین وايي، له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو په راستنېدو سره د فني او مسلکي کارکوونکو شمېر زیات شوی او دوی هڅه کوي دغو کسانو ته د کار فرصتونه برابر کړي.
د کارخونې مالک، ذاهدالله ذاهد وايي: « موږ ډېر شمېر هغو کسانو ته ځای ورکړی چې له ایران او پاکستان څخه را ستانه شوي دي؛ کله چې موږ کارګرانو ته اړتیا پیدا کړو، لومړی هغو کسانو ته لومړیتوب ورکوو چې نوي له مهاجرت راغلي وي.»
هغه کارګران چې تازه له کډوالۍ راستانه شوي وايي، د کډوالۍ پر مهال یې اندېښنه لرله چې هېواد ته تر راستنېدو وروسته به بېکاره پاتې شي، خو اوس د کار په موندلو خوښ دي.
دوی له حکومت او پانګوالو غواړي چې په هېواد کې د نورو کارخونو د جوړولو او پراختیا له لارې خلکو ته کاري فرصتونه برابر کړي.
راستون شوی کارګر، ضمیر وايي: « کله چې موږ له پاکستان څخه راتلو، له موږ سره فکر دا و چې هلته افغانستان کې کارونه نه شته او موږ به وزګار پاتې شو. اوس چې ته دلته راغلو، وینو چې دلته هم زیاتې فابریکې دي او په دې کارخونه کې موږ ته هم کار پيدا شو. دلته کارونه زیات دي او هرڅوک کولی شي په کارخونو کې کار ولري.»
راستون شوی کارګر، اصف وايي: « موږ له نورو سوداګرو او پانګوالو هم هیله لرو په افغانستان کې پانګونه وکړي او خپلو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي. که زموږ ځوانان کار ولري، بیا به اړ نه وي چې بهر ته لاړ شي. زه د الله شکر اداء کوم چې دلته خپل وطن کې راته د کار زمینه برابره ده.»
بله خوا، د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وايي، اوس مهال په دې ولایت کې شاوخوا۴۵۰ لویې او کوچنۍ کارخونې فعالیت لري چې زرګونه کسان په کې پر کار بوخت دي.
مسوولین وايي، د صنعتکارانو ملاتړ او د هغوی د ستونزو حل ته ژمن دي.
د صنعت او سوداګرۍ ریاست د سوداګریزو چارو آمر، شاکرالله ستانکزی وايي: « موږ دا مهال ننګرهار کې ټولټال ۴۵۰ فعالې فابریکې لرو چې زرګونه هېوادوال په کې په کارونو بوخت دي. همدارنګه، موږ د لاسي صنایعو په برخه کې هم ۳۶ رسمي شرکتونه لرو چې له لس زرو څخه زیات کسان په کې په کار بوخت دي چې اکثریت یې ښځینه دي. همدارنګه په شیخ مصري صنعتي پارک کې ۱۶۰ فعالې فابریکې لرو چې په دې کې هم زرګونه کسان په کارونو بوخت دي.»
باور دا دی چې د کورنیو تولیداتو پراختیا نه یوازې د کارموندنې زمینه برابروي بلکې د راستنېدونکو کډوالو په اقتصادي ادغام او د هېواد په ځانبسیاینې کې هم مهم رول لوبوي.