Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جوزجان کې د ګازي برېښنا د تولید بهیر بېرته پیل شو

جوزجان کې د ګازي برېښنا د تولید بهیر بېرته پیل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/11/17

د جوزجان په صنعتي او اقتصادي ډګر کې د پرمختګ یوبل ګام؛ دا ځل د بیات پاور ګازي برېښناکوټ چې له تېرو دوو کلونو راهیسې یې د برېښنا د تولید بهیر درېدلی و، تازه یې یو ځل بیا توربینونه فعال او د برېښنا د تولید چارې پیل کړې.

د دې برېښناکوټ د بیا فعالېدو په مراسمو کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و.

ملا عبدالغني برادر، په دغو مراسمو کې د یادې پانګونې د ارزښت په څرګندولو سره له نورو پانګوالو هم وغوښتل چې په هېواد کې د پانګونې لپاره لاس په کار شي، ترڅو د نویو کاري فرصتونو په رامنځته کولو، د تولیدي سکټور په پیاوړتیا او د هېواد د اقتصادي ودې په بهیر کې خپله ونډه اداء کړي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړې: « موږ د بیات پاور له مشر او نورو مشرانو څخه هیله لرو چې په خپلو کارونو او شرکتونو کې عامو خلکو ته د کار زمینه برابره کړي او له ځان سره یې په خدمت کې ودروي.»

د خصوصي شرکت مسوولین بیا وایي، دا برېښناکوټ د ۴۰ مېګاواټه ګازي برېښنا د تولید وړتیا لري چې ټاکل شوې صنعتي فابریکې او شاوخوا ۲۰۰ زره کورنۍ به په جوزجان ولایت کې ترې برخمنې شي.

د دوی په خبره، راتلونکي کې به د یاد برېښناکوټ د تولیدي ظرفیت له ۱۰۰ څخه تر ۲۰۰ مېګاواټو پورې لوړ شي.

د بیات شرکتونو عمومي رییس، ډاکټر احسان‌الله بیات وايي: « ډېر د خوښۍ ځای دی چې د بیات پاور د برېښنا دستګاه له یوې مودې وروسته بېرته فعاله او ۴۰ مېګاواټه برېښنا یې تولید کړه. که موږ دا ۴۰ مېګاواټه بررسي کړو، اهمیت یې  دا دی چې زموږ ۲۰۰ کورنۍ له برېښنا برخمنې کېږي. دغه دستګاه په کلني ډول له ۲۵۰ تر ۳۰۰ میلیون کیلوواټو پورې برېښنا تولیدوي.»

بله خوا، د برېښنا شرکت مسوولین وايي، هڅې روانې دي چې د یادې دستګاه تولید شوې برېښنا د اوزبېکستان له وارداتي برېښنا سره تر نښلولو وروسته کابل ته هم ولېږدول شي.

د مسوولینو په خبره، د دې طرحې په پلي کېدو سره به په پلازمېنه کابل کې د برېښنا د کمښت ستونزه تر یوه بریده راکمه او ښاریانو ته به د برېښنا د منظمې او باثباته وړاندې کونې زمینه برابره شي.

د برېښنا شرکت عملیاتي مرستیال، صفی‌الله احمدزی وايي: « موږ کولی شو د دې دستګاه برېښنا د اوزبېکستان له وارداتي برېښنا سره ونښلوو او بیا یې کابل ته انتقال کړو. له دې برېښنا یوازې شبرغان او شاوخوا سیمې نه بلکې ټول افغانستان ګټه اخیستلی شي. دغه پروګرام همدا اوس تر لاس لاندې دی او د بیات پاور برېښنا به کابل ته ولېږدول شي.»

د دې برېښناکوټ د توربین بیا فعالېدل کولی شي د کورنۍ برېښنا د عرضې په پیاوړتیا او له وارداتي برېښنا څخه د هېواد د اړتیا په کمولو کې مهم رول ولوبوي.

یاد برېښنا کوټ په کال کې د څه باندې ۳۰۰ میلیونه کیلواټه برېښنا د تولید وړتیا لري او د سلګونو زرو مصرفوونکو د برېښنا اړتیاوې تر پوښښ لاندې نیسي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار کې د بوجیو جوړولو یوه کارخونه په ورځنۍ کچه ۳۰ بوجۍ تولیدوي
اقتصاد

ننګرهار کې د بوجیو جوړولو یوه کارخونه په ورځنۍ کچه ۳۰ بوجۍ تولیدوي

نوومبر 17, 2026
برېښنا شرکت د ۱۰۰ مېګاواټو په ظرفیت، د برېښنا تولیدولو قراردادونه لاسلیک کړل
اقتصاد

برېښنا شرکت د ۱۰۰ مېګاواټو په ظرفیت، د برېښنا تولیدولو قراردادونه لاسلیک کړل

نوومبر 11, 2026
حکومت او عزیزي ګروپ له ګازو او ډبرو سکرو د برېښنا تولید تړون لاسلیک کړ
اقتصاد

حکومت او عزیزي ګروپ له ګازو او ډبرو سکرو د برېښنا تولید تړون لاسلیک کړ

نوومبر 5, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار کې د بوجیو جوړولو یوه کارخونه په ورځنۍ کچه ۳۰ بوجۍ تولیدوي

ننګرهار کې د بوجیو جوړولو یوه کارخونه په ورځنۍ کچه ۳۰ بوجۍ تولیدوي

نوومبر 17, 2026
جوزجان کې د ګازي برېښنا د تولید بهیر بېرته پیل شو

جوزجان کې د ګازي برېښنا د تولید بهیر بېرته پیل شو

نوومبر 17, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د کوکنارو کښت د تېر کال په پرتله ۱۹ سلنه زیات شوی

نړۍ ایران او پاکستان، خو ایران بیا افغانستان کې د کوکنارو کښت له زیاتېدو اندېښنه ښودلې  

نوومبر 17, 2026
روغتیا وزارت د شکر ناروغۍ د درملنې او مخنیوي لپاره د نړوالې همکارۍ غوښتنه کړې

روغتیا وزارت د شکر ناروغۍ د درملنې او مخنیوي لپاره د نړوالې همکارۍ غوښتنه کړې

نوومبر 17, 2026
اسحاق ډار: اسلام اباد د سوله ییز او باثباته افغانستان لپاره خبرو اترو ته دوام ورکوي

اسحاق ډار: اسلام اباد د سوله ییز او باثباته افغانستان لپاره خبرو اترو ته دوام ورکوي

نوومبر 17, 2026
د ایکو همکاریو سازمان د وزیرانو  شورا دېرشمه غونډه پای ته ورسېده

د ایکو همکاریو سازمان د وزیرانو  شورا دېرشمه غونډه پای ته ورسېده

نوومبر 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist