Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا: اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې د دوو لسیزو له تېریدو وروسته لاهم پرانسانانو او نباتاتو د امریکايي ځواکونو هوايي برېدونو اغیز شته دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/06

په ۲۰۰۱ لومړي کال کې امریکایي ځواکونو د القاعده شبکې د غړو په لټون د پکتیا ولایت اریوب ځاځيو ولسوالۍ پر بېلابېلو سیمو پرلپسې بمبارۍ وکړې،چې د غورځول شویو بمونو اغیز یې د ۲۰ کلونو په تېریدو سره هم نه دی ورک شوی.

د اریوب روغتون مشر ایوب وایي، له دغې بمبارۍ را وروسته تر دا مهاله په ښځو کې د سینې سرطان او ماشومانو ضایع کیدو پیښې ډېرې شوي دي. 

هغه زیاته کړه:«کوم چې موږ لېدلي، له امریکایانو راوروسته، یو خو هغه ښځې زیاتې راځي،چې د سینې سرطان لري. دا زیاتې شوي دي. بل هغه میندې،چې حمل ولري، تقریبا پنځمه،په شپږمه یا هم پر اومه میاشت سقط کوي.» 

په ورته وخت کې ایوب وايي،  هغه ماشومان،چې پر وخت نړۍ ته راشي،ډېری یې سو شکل وي. 

هغه زیاته کړه:« ځینې ماشومان سو شکل پیدا کېږي. یا یې نیم سر نه وي، یا شپږ ګوتی وي یا د لاس سو شکل وي. دا درې واقعات دي،چې موږ سره مخ شوي یو. د امریکایانو له بمباریو راوروسته اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې دا واقعات زیات شوي دي.» 

اریوب ځاځیو کې د امریکایي ځواکونو له لوري د غورځول شویو بمونو اغیز پر نباتاتو هم لا پاتې دی او د یو شمیر ونو میوې تر پخیدو نه رسیږي. 

د اریوب ځاځیو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی سورګل وايي:« دا مڼې وګوره!  تاسو ته مالومېږي، داسې یو مرض پرې لګېدلی دی،چې مڼې خپله توییږي.  د مڼو ځینې ونې بار نه نیسي.» 

د اریوب ځاځیو ولسوالۍ ولسوال ظاهر ګل بیا غوښتنه کوي،چې سیمه کې دې د امریکایي ځواکونو له لوري د غورځول شویو بمونو د اغیز په اړه څېړنې ترسره شي.

هغه زیاته کړه:«  په دې اړه موږ ته مالومات شته دي،چې پر زراغت یې هم اغیز کړی دی. صحت عامه باید په دې اړه څېړنې وکړي او مالومه یې کړي،چې بمباریو څومره زیان اړولی دی.»  

په تیرو دوو لسیزو کې امریکایي ځواکونو د هېواد په ګڼو سیمو داسې بمونه غورځولي او خلکو ته یې  بېلابېلې روغتیایي ستونزې په میراث پریښې دي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist