بایډن زیاته کړې:«د شنبې په ورځ زما په لارښوونه، متحده ایالتو په بریالیتوب سره په کابل کې یو هوایي برید وکړ،چې د القاعدې شبکې رهبر ایمن الظواهري په کې ووژل شو. الظواهري له اسامه بن لادن وروسته د القاعدې شبکې مشر و او تل به له اسامه سره یو ځای وه. هغه د سپټمبر میاشتې د ۱۱ نیټې برید کې هم ښکیل وه او د هغو بریدونو مسوول وو،چې د امریکا په خاوره کې یې څه کم درې زره کسان ووژل.»
د افغانستان اسلامي امارت بیا په دې تړاو په یوه اعلامیه کې د امریکامتحده ایالتو د بې پیلوټه الوتکو برید په کلکه غندلی او دا یې د دوحې له هوکړې ښکاره سرغړونه او د ټولو نړیوالو اصولو خلاف کار بللی دی.
خبرپاڼه کې ویل شوي،چې د امریکا دغه ډول کړنې د تیرو شلو کلونو ناکمې تجربې دي او تکرار یې د کابل واشنګټن او سیمې د ګټو خلاف عمل دی او رامنځ ته شوي فرصتونه به زیانمن کړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« دا برید که په هره پلمه شوی وي،د افغانستان اسلامي امارت یې پر کلکو ټکو غندي او د نړیوالو اصولو او له دوحې تړون یې ښکاره سرغړونه بولي. دا ډول کړنې د تیرو شلو کلونو د ناکامو تجربو تکرار او د امریکامتحده ایالاتو،افغانستان او سیمې د ګټو خلاف عمل دی او د داسې کړنو تکرار به یې شته فرصتونو ته زیان واړوي.»