Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بایډن: کابل کې د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري هوايي برید کې وژل شوی 

U.S. President Joe Biden delivers remarks during the 10th Annual National Vigil for All Victims of Gun Violence in Washington, U.S. December 7, 2022. REUTERS/Jonathan Ernst

بایډن: کابل کې د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري هوايي برید کې وژل شوی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/03

د امریکا متحده ایالتو ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ،چې امریکايي ځواکونو په کابل کې د یوه هوايي  برید پر مټ د القاعده شبکې رهبر ایمن الظواهري وژلی دی. 

بایډن وايي، دغه هوايي عملیات د ده په لارښوونه ترسره شوي دي،چې د القاعده شبکې رهبر ایمن الظواهري په کې وژل شوی دی او نوموړی هغه څوک،چې د امریکا پر سوداګریزو برجونو د سپټمبر د یولسمې په برید کې یې لاس درلود.

بایډن زیاته کړې:«د شنبې په ورځ زما په لارښوونه، متحده ایالتو په بریالیتوب سره په کابل کې یو هوایي برید وکړ،چې د القاعدې شبکې رهبر ایمن الظواهري په کې ووژل شو. الظواهري له اسامه بن لادن وروسته د القاعدې شبکې مشر و او تل به له اسامه سره یو ځای وه. هغه د سپټمبر میاشتې د ۱۱ نیټې برید کې هم ښکیل وه او د هغو بریدونو مسوول وو،چې د امریکا په خاوره کې یې څه کم درې زره کسان ووژل.» 

د افغانستان اسلامي امارت بیا په دې تړاو په یوه اعلامیه کې د امریکامتحده ایالتو د بې پیلوټه الوتکو برید په کلکه غندلی او دا یې د دوحې له هوکړې ښکاره سرغړونه او د ټولو نړیوالو اصولو خلاف کار بللی دی. 

خبرپاڼه کې ویل شوي،چې د امریکا دغه ډول کړنې د تیرو شلو کلونو ناکمې تجربې دي او تکرار یې د کابل واشنګټن او سیمې د ګټو خلاف عمل دی او رامنځ ته شوي فرصتونه به زیانمن کړي. 

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« دا برید که په هره پلمه شوی وي،د افغانستان اسلامي امارت یې پر کلکو ټکو غندي او د نړیوالو اصولو او له دوحې تړون یې ښکاره سرغړونه بولي. دا ډول کړنې د تیرو شلو کلونو د ناکامو تجربو تکرار او د امریکامتحده ایالاتو،افغانستان او سیمې د ګټو خلاف عمل دی او  د داسې کړنو تکرار به یې  شته فرصتونو ته زیان واړوي.» 

خو برعکس  د امریکامتحده ایالتو بهرنیو چارو وزیر انټونیوبلېنکن بیا پر اسلامي امارت تور پورې کوي،چې د دوحې تړون یې نقض کړی دی.

بلېنکن وايي،په کابل کې د القاعدې شبکې رهبر ته پناه ورکول د دوحې تړون نقض او له نړیوالو سره  د اسلامي امارت دهغو ژمنو خلاف کار دی،چې د افغانستان له خاورې به نورو هېوادونو ته ګواښ نه پیښيږي.

بلینکن زیاته کړې:«په کابل کې د القاعدې شبکې رهبر ته پناه ورکول د دوحې هوکړې او د اسلامي امارت د هغو مسلسلو ژمنو،چې له نړیوالو سره یې کړې وې،چې د افغانستان خاوره به د ترهګرو ډلو له لوري د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کیږي،ښکاره نقض دی.» 

په ورته مهال د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، دواړه لوري د دوحې تړون ته ژمن نه دي پاتې شوي او د سولې دغه هوکړه له هغې وروسته نقض شوه،چې د وخت حکومت مذاکراتو پرځای وپرځيد.

د تیرې شنبې په ورځ د کابل ښار په شیر پور سیمه کې پر یوه کور راکټي برید وشو،چې په لومړیو کې ددغه برید څرنګوالی څرګند نه شو اوهماغه ورځ کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ،چې د شیر پور سیمه کې راکټ لګېدلی دی او چاته یې زیان نه دی اړولی.

پوره یولس کاله وړاندې ورته پیښه په پاکستان کې هم وشوه،چې هماغه مهال د امریکامتحده ایالتو ځانګړو ځواکونو د یولړ استخباراتي عملیاتو په ترڅ کې دالقاعدې شبکې پخوانی رهبر اسامه بن لادن د پاکستان په ایبټ اباد سیمه کې پاکستاني پوځ  مرکز ته څیرمه په یو کور کې وواژوه .

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist