د لوړو زده کړو وزارت علمي معین خیرالله خیرخواه وايې،دوی د خلکو پر وړاندې مسوول دي.
هغه زیاته کړه:«نو دا بېلګه به نړۍ ته وړاندې کوي،چې دغه اسلامي نظام د تطبیق وړ دی. په دغه ډول تطبیق کېږي او دا ډول کامیابېږي. دا ډول له نړۍ سره چلن کوي، دغه ډول خپل ولسونه پر ځان راټولوي. دغه دول د پرمختګ لور ته ځي. دغه ډول پر ځان بسیا کېږي. طرحې ورسره شته، پروګرامونه ورسره شته، حل او بدیل لري.»
د اسلامي امارت کانونو او پټرولیم وزارت هم یادې غونډې ته خپل پیغام وړاندې کړ او د دوامداره پلانونو په تطبیق يې ټینکار وکړ او زیاته يې کړه،چې د کال په جریان کې يې عواید ډېر شوي دي.
خو د ښې حکومتولۍ په برخه کې سرمحقق دوکتور محمد علم اسحاقزی وايي، د یوه ښه حکومت لپاره د خلکو ګډون په دولت کې مهم دی او د دې لپاره یې د اقتصادي او ټولنیزو پروګرامونو په جوړېدو ټینګار وکړ.
هغه زیاته کړه:« امنیتي سکتور دی. زموږ او تاسو عدلي او قضايي سکتور دی، زموږ او تاسو د تجارت او صنعت سکتور دی. که چېرې موږ په واقعي بڼه وغواړو او یوه منظمه جامع برنامه د اقتصادي ټولنیز پرمختګ لپاره ولرو، کېدای شي، چې نه یوازې د داخلي امکاناتو، بلکې کېدای شي، له بهرنیو هېوادونو او همدارنګه له خصوصي شرکتونو دا غوښتنه وکړو،چې په افغانستان کې پانګونه وکړي،ترڅو د افغانستان اقتصاد ته یو حرکت ورکړو.»