Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د علومو اکاډمۍ له پوهانو د رئیس الوزرا غوښتنه؛د ستونزو حل په اړه مشورې راسره شریکې کړئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/01

په کابل کې د یکشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د زمري پر ۹ مه » د علومو اکاډمۍ له خوا د پایداره پرمختګ په نوم علمي سیمینار ترسره شو،چې ګڼو پوهانو په کې ګډون کړی وه. 

سیمینار ته د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزرا ملا حسن اخوند له لوري په استول شوي پیغام کې د هېواد له ټولو پوهانو غوښتنه شوې،چې د ستونزو او ننګونو د حل لپاره دې ورسره اړینې مشورې شریکې کړي. 

د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال قاري محمد یوسف احمدي وايي:«ټولنیزو، اقتصادي او د ژوند چاپېریال اړخونو ته لا زیاته پاملرنه د پایښت لرونکي پرمختګ له مهمو اهدافو دي. بنسټ جوړونه او ښه حکومتولي نور مهم اړخونه دي. د افغانستان اسلامي امارت تر بل هر وخت د یادو مسایلو تطبیق لپاره اړین شرایط برابر کړي دي. د سراسري امنیت او ټولنیز عدالت تامین او د فساد له منځه وړل،چې اوس یې موږ شاهدان ی.»  

د علومو اکاډمۍ له خوا د افغانستان پایداره پرمختګ په نوم علمي سیمینار کې ډېرو څیړونکو د شته ستونزو په ډاګه کولو او د راتلونکو فرصتونو په لارو چارو باندې وغږیدل. 

د لوړو زده کړو وزارت  علمي معین خیرالله خیرخواه وايې،دوی د خلکو پر وړاندې مسوول دي.

هغه زیاته کړه:«نو دا بېلګه به نړۍ ته وړاندې کوي،چې دغه اسلامي نظام د تطبیق وړ دی. په دغه ډول تطبیق کېږي او دا ډول کامیابېږي. دا ډول له نړۍ سره چلن کوي، دغه ډول خپل ولسونه پر ځان راټولوي. دغه دول د پرمختګ لور ته ځي. دغه ډول پر ځان بسیا کېږي. طرحې ورسره شته، پروګرامونه ورسره شته، حل او بدیل لري.» 

د اسلامي امارت کانونو او پټرولیم وزارت هم یادې غونډې ته خپل پیغام وړاندې کړ او د دوامداره پلانونو په تطبیق يې ټینکار وکړ او زیاته يې کړه،چې د کال په جریان کې يې عواید ډېر شوي دي.

خو د ښې حکومتولۍ په برخه کې سرمحقق دوکتور محمد علم اسحاقزی وايي، د یوه ښه حکومت لپاره د خلکو ګډون په دولت کې مهم دی  او د  دې لپاره یې د اقتصادي او ټولنیزو پروګرامونو په جوړېدو ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړه:« امنیتي سکتور دی. زموږ او تاسو عدلي او قضايي سکتور دی، زموږ او تاسو د تجارت او صنعت سکتور دی. که چېرې موږ په واقعي بڼه وغواړو او یوه منظمه  جامع برنامه د اقتصادي ټولنیز پرمختګ لپاره ولرو، کېدای شي، چې نه یوازې د داخلي امکاناتو، بلکې کېدای شي، له بهرنیو هېوادونو او همدارنګه له خصوصي شرکتونو دا غوښتنه وکړو،چې په افغانستان کې پانګونه وکړي،ترڅو د افغانستان اقتصاد ته یو حرکت ورکړو.» 

د پایداره پرمختګ نظریه د لومړي ځل لپاره په کال ۱۹۷۰ کې د چاپيریال سانتنې په برخه کې رامنځته شوه ،چې په دې کې  ټولنیز، اقتصادي او سیاسي برخې هم شاملې دي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist