بهرنیو چارو وزیر په خپل دفتر کې د افغانستان لپاره د ناروې شاهي دولت له نوي ټاکل شوي شارژدافیر(سرپرست سفیر) سره کتلي.
د امیرخان متقي او سګوالډ ټومن هاګ ترمنځ لیدنه کې د افغانستان او ناروې پر تاریخي اړیکو او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر لا پیاوړتیا خبرې شوې.
بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیی په خپرولو سره ویلي، مولوي امیرخان متقي د ناروې نوي شارژدافیر ته د ده په کارونو کې د بریالیتوب غوښتنه کړې او د بهرنیو چارو وزارت له خوا یې ورته د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړی.
د ناروې نوي ټاکل شوي شارژدافیر بیا د امنیت د ټینګښت، د نشه یې توکو پر وړاندې مبارې، تولید او قاچاق د مخنیوي او دغه راز د اقتصادي ثبات په ټینګښت کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې ستایلې دي.
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې په دې کتنه کې د یو شمیر نورو دوه اړخیزو مسایلو په اړه هم خبرې شوې.