Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پکتیکا یو شمېر ولسوالیو کې زلزله ځپلې کورنۍ  تر اوسه بې سرپناه دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/30

په سوېل کې د پکتیکا  ولایت په  ګیان ، زیړوک او برمل ولسوالیو زلزله ځپلې یو شمېر کورنۍ تر اوسه پورې  له سرپناه  پرته تر شنه اسمان لاندې ژوند کوي.

دوی وايي،سرپناه نه لري او د افغانستان له اسلامي امارته او مرستندویه بنسټونه  غواړي،چې مرسته وسره وکړي.

د پکتیکا زیړوک ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« د سرپناه ځای نه لرو. موږ هم انسانان یو، غوښتنه مو دا ده،چې خیمې راکړل شي او یا هم راته د سرپناه لپاره ځای جوړ شي. له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده،چې له موږ سره مرسته وکړي.»

زلزله ځپلو سیمو کې خلک د اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو مرستو ته نه دي په تمه شوي ، له خپلو شته امکاناتو ګټه پورته کوي او د سړک جوړولو په څیر ګڼ کارونه په اشر ترسره کوي.

د ګیان ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« سړکونه مو ویجاړ شوي دي. ژمی راروان دی. موږ په اشر باندی اوس دغه یو څه جوړ کړ.»

د پکتیکا اطلاعاتو او کولتور ریاست مشر محمد امین حذیفه بیا وايي، د مرستو ویش لپاره ځانګړې کمیټه جوړه شوې او ټولو زلزله ځپلو ته په پوره روڼتیا مرستې ویشل کیږي.

هغه زیاته کړه:« د کمېټې په همغږۍ سره سروې کېږي، مرستې هرچاته په اندازه سره د اسلامي امارت د کمېټې له لورې وېشل کېږي. هېڅ داسې ستونزه نه شته ده،چې څوک ووایي،چې مرستې نه دي رارسېدلي.ټولو ته مرستې رسېدلي دي.» 

د اطلاعاتو او  کولتور ریاست له نړیوالو مرستندویه بنسټونو غواړي،چې د ژمې له را رسیدو مخکې دې د زلزله ځپلو لپاره د سرپناه په برخه کې مرسته وکړي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي
افغانستان

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی
افغانستان

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه
افغانستان

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی
افغانستان

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026

وروستي خبرونه

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

جولای 7, 2026
روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist