توماس وېسټ وایي،د افغانستان لپاره د سیمې او نړۍ ځانګړو استازو ترمنځ اجماع موجوده ده او ټول دلته د روان اقتصادي بد وضعیت په اړه اندېښمن دي.
وېسټ که څه هم د افغانانو ترمنځ د خبرو ملاتړ کوي،خو ټینګار یې کړی،چې هېڅ بهرنی هېواد پر افغانانو د دوی مشران یا کومه پروسه نه شي تحمیل کولی.
وېسټ زیاته کړې:«هېڅ بهرنی هېواد نه شي کولی،چې افغانانو لپاره رهبران وټاکي یا پر هغوی کومه پروسه تحمیل کړي،خو د امریکامتحده ایالت دې ته چمتو دي،تر څو د افغانانو ترمنځ د ډیالوګ لپاره له خپلو متحدینو سره ودریږي،چې دا ډیالوګ به د افغانانو د روښانه او ټولشموله راتلونکې لپاره وي.»
وېسټ وايي، له نړېوالې ټولنې سره به کار کوي،چې افغانستان کې د روغتیا، ښوونې او خوړو سکتورونو ملاتړ وکړي،ځکه دا چاره د افغانستان پر اقتصادي ثبات تمرکز د سیمې او ټولې نړۍ پر ګټه دی.
له اسلامي امارت د ټولشموله حکومت او نجونو ښوونځیو د پرانېستلو غوښتنې د افغانستان په تړاو د ټولو سیمه ییزو او نړیوالو غونډو تود محور دی،خو افغان حکومت یې تر دې دمه په اړه نرمښت نه دی ښودلی.