Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
توماس وېسټ له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په تړاو خبرې کړې

وېسټ: هېڅوک پر افغانانو کوم بهیر نه شي تحمیل کولی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/28

د ازبکستان پلازمینه تاشکند کې د افغانستان په تړاو  ناسته کې د کابل لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي توماس وېسټ او  د افغان نجونو، ښځو او بشر حقونو استازې رینا امیري هم ګډون کړی وه. 

توماس وېسټ وایي،د افغانستان لپاره د سیمې او نړۍ ځانګړو استازو ترمنځ اجماع موجوده ده او ټول دلته د روان اقتصادي بد وضعیت په اړه اندېښمن دي.

وېسټ که څه هم د افغانانو ترمنځ د خبرو ملاتړ کوي،خو ټینګار یې کړی،چې هېڅ بهرنی هېواد پر افغانانو د دوی مشران یا کومه پروسه نه شي تحمیل کولی.

وېسټ زیاته کړې:«هېڅ بهرنی هېواد نه شي کولی،چې افغانانو لپاره رهبران وټاکي یا پر هغوی کومه پروسه تحمیل کړي،خو  د امریکامتحده ایالت دې ته چمتو دي،تر څو د افغانانو ترمنځ د ډیالوګ لپاره له خپلو متحدینو سره ودریږي،چې دا ډیالوګ به د افغانانو  د روښانه او ټولشموله راتلونکې لپاره وي.» 

وېسټ وايي، له نړېوالې ټولنې سره به کار کوي،چې افغانستان کې د روغتیا، ښوونې او خوړو سکتورونو ملاتړ وکړي،ځکه دا چاره د افغانستان پر اقتصادي ثبات تمرکز د سیمې او ټولې نړۍ پر ګټه دی.

دغه راز وېسټ وايي، د افغانستان لپاره د بېلابېلو هېوادونو ځانګړو استازو له اسلامي امارت غوښتي،چې د نجونو پر ښوونځیو دې روان بندیز پای ومومي.

هغه زیاته کړې:«که څه هم په تېرو اونیو کې د افغانستان پر ګاونډیو هېوادونو بریدونه شوي دي،خو ما مې له همکارانو اوریدلي،چې د طالبان له داعش سره په مبارزه کې فعال دي،خو په ورته وخت کې یې افغانستان کې القاعده، ټي ټي پي او نورو ترهګرو ډلو د حضور په اړه اندېښنه ښودلې ده.» 

دغه امریکايي دیپلومات تر دې وړاندې ویلي ول، اړتیا ده،چې په افغانستان کې دننه د ټولو افغانانو ترمنځ یو جدي ملي بهیر پیل شي.

هغه ویلي، افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون د ټولو د اندېښنې وړ موضوع ده.

وېسټ زیاتوي:«کابو ټولو ځانګړو استازو پر طالبانو غږ وکړ،چې د نجونو پر مخ دې ښوونځي پرانیزي. دوی همداراز د بشر حقونو د نقض، د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او په دې اړه هم اندېښنه وښوده،چې ښځو ته اجازه نه ورکول کیږي،ترڅو د هېواد په اقتصادي وده کې ونډه واخلي.» 

د واشنګټن دغې استازي د افغانستان پر اسلامي ا مارت غږ کړی،چې د نورو ټیکنوکراټو افغانانو سره په ګډه دې د افغانستان اقتصاد د غوړاوي لپاره هڅې وکړي.

له اسلامي امارت د ټولشموله حکومت او نجونو ښوونځیو د پرانېستلو غوښتنې د افغانستان په تړاو د ټولو سیمه ییزو او نړیوالو غونډو تود محور دی،خو افغان حکومت یې تر دې دمه په اړه نرمښت نه دی ښودلی.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist