Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/09/11

د روسیې دفاع وزیر وایي، د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې د امنیت پیاوړتیا لپاره مسکو جدي او دا څه ورته لومړیتوب لري.

اندري بېلوسوف ویلي، له افغانستان سره د تاجیکستان د ګډې پولې د امنیت پیاوړتیا د مسکو د امنیتي او دفاعي پروګرامونو له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

ټاس خبري اژانس د هغه له قوله ویلي، په تاجیکستان کې د روسیې پوځي اډه له بهرنیو ګواښونو سره د مقابلې لپاره چمتو ده.

د روسیې دفاع وزیر اندري بېلوسوف زیاته کړې: « موږ د تاجیکستان او افغانستان د ګډې پولې پیاوړتیا ته ځانګړې پاملرنه کوو. په تاجیکستان کې د روسیې پوځي اډه هم د بهرنیو ګواښونو پر وړاندې د مبارزې لپاره په بشپړ ډول چمتووالی لري. د دې اډې د کارولو لپاره نږدې همکارۍ ته هم دوام ورکړل شوی دی.»

د روسیې دفاع وزیر دا څرګندونې د تاجیکستان د خپلواکۍ ۳۵مې کلیزې په مناسبت یوې غونډې کړې دي.

د بېلوسوف په خبره، اوس مهال د روسیې او تاجیکستان ترمنځ نږدې پوځي همکاري رامنځته شوې او دواړه هېوادونه یې سټراټیژیک ملګري وبلل.

د هغه دغه څرګندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړې کچې امنیتي او سیاسي همغږیو پر دوام شوې دي.

پوځي شنونکی، توریالی ځاځی وايي: « زما پوښتنه دا ده چې افغانستان هېچا ته خطر نه دی بلکې دا ګاونډي هېوادونه او نړۍ ده چې افغانستان ته خطرونه جوړوي. زه وایم موږ باید د نورو خلکو نیوکو او وړاندیزونو ته هېڅ ارزښت ور نه کړو.»

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم تېره اوونۍ د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشریزې په څنډه کې له خپل تاجیک سیال، امام‌علي رحمان سره په لیدنه کې ویلي و چې دواړه هېوادونه د امنیتي مسایلو او په ځانګړي ډول د امنیت د ټینګښت په برخه کې له یو بل سره په اړیکه کې دي.

په ورته مهال، اسلامي امارت تل بیا خپل ګاونډ، سیمې او نړۍ ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې به نورو ته زیان نه‌رسیږي او له نورو هم ورته تمه او غوښتنه لري.

د پوځي چارو شنونکی اسدالله ندیم وايي: « روسیه په تاجیکستان کې نظامي اډه لري او په حقیقت کې د تاجیکستان ملاتړ هېواد دی. د تاجیکستان په پولو کې د نظامي قوتونو تنظیمول د هغوی کورنۍ موضوع ده. دا هغه وخت مؤثریت پیدا کوي چې له ګاونډيو هېوادونو سره همغږي وشي. که دوی دا موضوع د افغانستان له شرایطو سره وتړي، دا هسې تبلیغات دي او د ګټې په ځای تاوان کوي.»

تاجیکستان له افغانستان سره شاوخوا۱۳۰۰ کیلو مټره اوږده پوله لري او اسلامي امارت تل بیا تاجیکستاني چارواکو ته ډاډ ورکړی چې هېچاته اجازه نه‌ورکوي چې د افغانستان له خاورې دوی ته زیان ورسوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist