Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/09/10

د سوداګرۍ او پانګونې خونه په پام کې لري چې د راتلونکې تلې(میزان) میاشتې په ۱۵ نېټه دکورنیو تولیداتو ستر نړیوال نندارتون جوړ کړي.

دغه نندارتون چې د افغانستان د نړیوال نندارتون مرکز په تالار کې جوړیږي، ۷ ورځې به دوام ولري.

سوداګرۍ او پانګوونې خونه وايي، په دې ستر نړیوال نندارتون کې به نه یوازې د افغاني تولیدات بلکې دګاونډیو او سیمې هېوادونو صنعتي تولیدات هم نندارې ته وړاندې شي.

دوی وايي، خلک باید د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه په ټاکلې موده کې دې نندارتون ته راشي او نندارې ته وړاندې شوي توکي به له نږدې وګوري.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي سرپرست، زین الله حسني وايي: « د ګاوند او سیمې هېوادونو او حتا اروپايي هېوادونو څخه مو صنعتکاران او تجاران دعوت کړي، ترڅو په نندارتون کې برخه واخلي او خپل تولیدات نندارې ته کېږي.»

چارواکي وايي، د دې نندارتون له ۸۰۰ زیاتو غرفو کې به بېلا بېل کورني او بهرني تولیدات د ۷ ورځو لپاره  نندارې ته وړاندې شي او موخه یې هم د کورنیو تولیداتو وده او د هېواد اقتصادي پرمختګ دی.

د نندارتون مسړولان بیا وايي، هڅه کوي چې دا ستر نړیوال نندارتون په ټولو معیارونو برابر دایر کړي او خلک په اسانه توګه ترې لیدنه وکولی شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي تخنیکي او پالیسۍ برخې مرستیال، احمد شکیل حازم وايي: « د امام ابو حنیفه نندارتون یوازې یوه سکټور ته نه دی ځانګړی شوی بلکې هغه ټول محصولات په کې نندارې ته اېښودل کېږي چې افغانستان یې تولیدوي. په دې نندارتون کې له ۸۰۰ ډېرې غرفې پلورل شوې او داسې حد ته رسېدلي یو چې د نورو غرفو اېښودلو ځای نه شته.»

د افغانستان د نړیوال نندارتون د مرکز رییس، صابر لطیفي وايي: « د افغانستان د نړیوال نندارتون په استازیتوب، هڅه کوو دا نندارتون په اساسي او فوق العاده بڼه جوړ کړو.»

چارواکي دغه راز وايي، له دې نندارتون یې موخه په افغانستان کې د لا زیاتې پانګونې جلب دی، ترڅو وکولی شي په مټ یې افغانستان کې پانګونې لپاره بهرنیانو ته قناعت ورکړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي سرپرست، زین الله حسني وايي: « موږ هدف دا دی چې د خپل ځورېدلي ملت رسا غږ تر نړۍ و رسوو او ډاډ ورکړو چې افغانستان کې امن دی، دلته هرڅه شته او پراخ منابع لري.»

د اوزبېکستان، ترکمنستان، تاجیکستان، ترکیې، ایران، هند، روسیې، قزاقستان، قرغېزستان ترڅنګ، د سیمې یوشمېر نورو هېوادونو پانګوال او صنعتکاران به د امام ابوحنیفه په دې پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې ګډون وکړي او د خپلو هېوادونو بېلابېل تولیدات به په کې نندارې ته وړاندې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026
بلخ کې د اوړو ۵۰ کارخونې هره ورځ ۶۵۰۰ ټنه اوړه تولیدوي
اقتصاد

بلخ کې د اوړو ۵۰ کارخونې هره ورځ ۶۵۰۰ ټنه اوړه تولیدوي

اگست 31, 2026

وروستي خبرونه

د همغږۍ ډلې په دوه ورځنۍ غونډه کې له افغانستان سره پر نړیوالو همکاریو ټینګار شوی

د همغږۍ ډلې په دوه ورځنۍ غونډه کې له افغانستان سره پر نړیوالو همکاریو ټینګار شوی

اکتوبر 22, 2026
د امام ابوحنیفه پنځم اووه ورځنی نړیوال نندارتون پای ته ورسېد

د امام ابوحنیفه پنځم اووه ورځنی نړیوال نندارتون پای ته ورسېد

اکتوبر 14, 2026
د حکومت ویاند: لاریونونه مو ځکه بند کړي چې په اسلامي قانون کې ځای نه لري

مجاهد: پاکستاني چارواکي دې د خپلو ناکامیو پټولو لپاره افغانستان نه تورنوي

اکتوبر 13, 2026
د پاکستان مرکزي حکومت خیبرپښتونخوا کې بېړنۍ حالت  اعلان کړ

د پاکستان مرکزي حکومت خیبرپښتونخوا کې بېړنۍ حالت  اعلان کړ

اکتوبر 12, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist