Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/09/10

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، هڅه کوي افغانستان په راتلونکو دوو کلونو کې د خوراکي توکو په برخه کې پر بهرنیو هېوادونو له اتکا وژغوري  او د خوراکي توکو د هر اړخیز تولید په برخه کې  یې پر ځان بسیا کړي.

د دې وزارت چارواکي وايي، افغانستان هر کال شاوخوا ۷.۵ میلیونه مټریک ټنه غنمو ته اړتیا لري، چې د دې کچې یوازې ۲.۵ مټریک ټنه یې په کور دننه تولېدېدل؛ خو اوس دا کچه څه باندې پنځو میلیون مټریک ټنو ته لوړه شوې ده.

د کرنې وزیر دغه راز په هېواد کې ثبات او د سوداګرۍ لپاره اسانتیاوې مهمې بللې او له سوداګرو او پانګوالو یې غوښتي چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخو کې پانګونه وکړي.

عطاالله عمري زیاته کړې :« موږ تمه لرو چې راتلونکو دوو کالو کې له هېڅ هېواد څخه وارداتو ته اړتیا ونه لرو، ترکارۍ، مېوې او غلې دانې ټول په خپله تولید کړو. موږ په دې موضوع شپه او ورځ کار کوو، ترڅو زموږ ملت د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا شي. له ۴۵ کالو وروسته افغانستان کې د سر او مال امنیت راغلی.»

په همدې حال کې، د مالیې وزارت چارواکي، د اسلامي امارت له داخلي بودیجې څخه د پراختیايي پروژو د تمویل یادونه کوي او وایي، پخوا  د افغانستان شاوخوا ۷۰ سلنه مالي بودیجه د نړیوالو مرستندویه ادارو له خوا تمویلېده.

د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال سلطان محمد زبیر وايي: « له دې وړاندې د افغانستان شاوخوا ۷۰ سلنه بودیجه د بهرنیو ډونرانو له خوا تمویلېده، حال دا چې موږ اوس دا ټوله بودیجه له داخلي عوایدو تمویلوو. دا په داسې حال کې ده چې د جمهوریت پرمهال د افغانستان دولتي پرسونل شاوخوا ۸۰۰ زره وو مګر اوس یې کچه له یو میلیون تنو څخه اوښتې ده.»

له بلې خوا، د کرنې او مالدارۍ خونې مسوولین د اسلامي امارت له لوري د بزګرانو لپاره د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د اسانتیاوو رامنځته کول مهم ګڼي او له سوداګرو او پانګوالو غواړي چې په هېواد کې دننه پانګونه وکړي.

د کرنې او مالدارۍ خونې د مدیره پلاوي غړی، امید حیدري وايي: « پر ټولو سوداګرو، بهرنیو او کورنیو پانګوالو غږ کوو چې لکه څرنګه چې د اسلامي امارت حکومت په ټولو مسایلو کې اقتصادي وضعیت ته پاملرنه کړې، تاسو هم راشئ او د هېواد په اقتصادي برخه کې کار وکړئ او هېواد ځان بسیاینې ته نږدې کړئ. د افغانستان وجهي صندوق او د کرنې او مالدارۍ خونه شپه او ورځ بوخت دي، ترڅو وکولی شو هم ځان، هم ملت او هم حکومت ته ګټه ورسوي.»

د یادونې وړ ده چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د کرنیزې پراختیا صندوق د نوې اداري ودانۍ د پرانستې په مراسمو کې ویلي، افغانستان د اوړو د تولید په برخه کې ځان‌بساینې ته نږدې شوی.

دوی ټینګار کړی چې دغه وزارت به په هېواد کې د بزګرانو او بڼوالو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو په رامنځته کولو کې خپلې هڅې دوامداره وساتي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026
پوتین: تاجیکستان له افغانستانه د امنیتي اندېښنو وېره لري
افغانستان

پوتین: تاجیکستان له افغانستانه د امنیتي اندېښنو وېره لري

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 10, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist