د افغانستان پر وړاندې د پاکستان ناسمو سیاستونو که له یوې خوا د دواړو لورو عام خلک له اقتصادي، ټولنیزو او کاروباري ستونزو سره مخ کړي، بله خوا یې هغه پالیسۍ هم ښکاره کړې چې د دې هېواد چارواکو یې د لسیزو راهیسې په مختلفو بڼو د تطبیق هڅه کوله.
د دې هېواد طبي شورا وروستۍ پرېکړه چې له مخې به یې له پاکستاني پوهنتونو څخه افغان زده کړیالان یوازې په ۲۴ ساعتونو کې خپل هېواد ته ستانه شي، د اسلامي امارت، د بشري حقونو یو شمېر نړیوالو سازمانونو، پاکستاني سیاستوالو او د دواړو هېوادونوخلکو په سختو ټکو غندلې او هغه یې له نړیوالو نورمونو سره په ښکار ټکر کې بللې ده.
د لوړو زده کړو وزارت د دې پرېکړې په غبرګون کې له ټولو افغان زده کړیالانو چې له هېواده بهر په زده کړو بوخت دي غوښتي چې هېواد ته راستانه شي او پاتې زده کړې په کوردننه بشپړې کړي.
د لوړو زده کړو وزارت ویاند، حافظ ضیا هاشمي وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت ټولو هغو افغان محصلانو او استادانو ته چې په بهرنیو ملکونو کې په زده کړو بوخت او له ستونزو سره مخ دي، ډاډ او اطمینان ورکوي چې لوړو زده کړو وزارت د هېواد په داخل کې د هغوی د زده کړو لپاره لازمې اسانتیاوې برابروي. لوړو زده کړو وزارت محصلانو ته په هېواد کې دننه د خپلو پاتې زده کړو د دوام او استادانو ته د خدمت او عملي فعالیت زمینه برابروي.»
د دې ترڅنګ، د اسلامي امارت ویاند هم د پاکستان دغه اقدام غیر انساني او خواشینونکی بللی او له اسلام اباد یې غوښتي چې د خپلې پرېکړې په اړه له سره غور وکړي.
ذبیح الله مجاهد وايي: « دا چې پاکستان پرېکړه کړې چې زموږ د طب محصلین له دې هېواد څخه اخراج کړي، دا د تأسف وړ خبره او غیر بشري او غیر انساني کړنه ده. په لومړي سر کې موږ د دې غوښتنه کوو چې پر دې پرېکړې له سره کتنه وشي؛ دویم دا چې د لوړو زده کړو وزارت چمتوالی لري هغه محصلین چې له بهر څخه راځي، خپلې زده کړې له هماغه ځایه پيل کړي چې ترې پاتې شوې دي. په دې اړه جدي کار جریان لري.»
همدارنګه، د بښنې نړیوال سازمان بیا د پاکستان دا ډول کړنه د زده کړیالانو په حق کې تېری بللی او له اسلام اباد یې غوښتي چې د بشردوستانه پالیسو په رڼا کې عمل وکړي.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي: « د پاکستان طبي شورا(PMDC) هغه پرېکړه چې له مخې یې په پاکستان کې د طبي زده کړو افغان زده کړیالان بېرته افغانستان ته ستنول کېږي، په ښکاره ډول تبعیضي او له خپل سري چلن څخه ډک عمل دی.»
د دې غبرګونو ترڅنګ، په خیبرپښتونخوا او پاکستان کې ګڼو سیاسي څېرو او مشهورو خبریالانو هم دا پرېکړه د یوه ګاونډي هېواد په توګه د اسلامي حقونو او نړیوالو اصولو سره په ښکاره ټکر کې بللي او دا اقدام یې د پاکستان د هغو پالیسو برخه بللې چې د افغانانو د مجبور ساتلو لپاره یې تل تعقیب کړې ده.