د افغانستان د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج په برخه کې د سعودي عربستان د دلتا انټرنېشنل شرکت ګډون، افغانستان کې د پانګونې اړوند نوی باب ګڼل کېږي.
د یاد شرکت تجربې او د پانګونې کچې ته په کتو، تر ډېره دا هیله څرګندېږي چې د دې شرکت پانګونه به نه یوازې په کور دننه د نفتو او ګازو په تولید سره اړتیاوې تر یوه حده پوره کاندي بلکې زرګونه کسانو ته به کاري فرصتونه هم برابر کړي.
د دلتا انټرنېشنل شرکت استازي د تړون لاسلیکولو پر مهال په خپلو خبرو کې د دې شرکت پانګونه په افغانستان کې د لاسته راورڼو یو نوی باب وباله.
د دلتا انټرنېشنل شرکت اجراییوي رییس، شاهر التقي وايي: « انشاءالله هڅه به وکړو چې د خپلو نړیوالو تجربو او مسلکي وړتیاوو پر مټ، د افغانستان د اقتصادي ودې، پرمختګ او ابادۍ په برخه کې اغېزناکه ونډه واخلو. موږ باور لرو چې ریښتینې همکاري او د تجربو شریکول کولی شي د افغانستان د روښانه او پرمختللي راتلونکي لپاره د لاسته راوړنو نوی باب پرانیزي.»
د افغانستان د کانونو او پټرویلم وزارت د دوشنبې په ورځ د دلتا انټرنېشنل کمپنۍ له استازي سره د هرات د نفتو او ګازو د یوې سیمې د اکتشاف او استخراج په برخه کې د پانګونې تړون لاسلیک کړ.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی، ډاکټر زلمی خلیلزاد هم د تړون لاسلیکولو په مراسمو کې شریک وو او په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې لپاره پر رامنځته شویو شرایطو خبرې وکړې.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونت په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې ډاکټر زلمي خلیلزاد په افغانستان کې شوي پرمختګونه د ستاینې وړ بلل او وايي چې له دې پرمختګونو سره بهرنۍ پانګونې ته مناسب چاپېریال رامنځته شوی.
د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونت په خبرپاڼه کې زیاته شوې: « ډاکټر زلمي خلیلزاد په افغانستان کې شویو پرمختګونو ته په اشارې وویل چې له دغو پرمختګونو سره په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې د جلب لپاره مناسب چاپیریال رامنځته شوی. خلیلزاد دا هم وویل چې د سعودي عربستان، قطر، اذربایجان او ناروې څو شرکتونه لېواله دي چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.»
همدارنګه، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر د یادو هېوادونو د کمپنیو په لېوالتیا خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې اسلامي امارت کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.
ملا برادر دغه راز ویلي، حکومت چمتو دی چې پانګوالو ته په بېلابېلو برخو کې د اسانتیاو رامنځته کولو لپاره له دوی سره همکاري وکړي.
په ورته مهال، اقتصادي شنونکي هم د دلتا انټرنېشنل شرکت پانګونې ته خوشبین دي او وايي، د دې شرکت پانګونه به په کور دننه د نفتو او ګازو د تولید ترڅنګ، زرګونه کسانو ته کارزي زمینې هم برابرې کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالجبار وايي: « له نېکه مرغه د دې تړون له مخې به یاد شرکت افغانستان کې د نفتو اکتشاف او استخراج لاس پورې کوي. دا شرکت به افغانستان کې میلیاردونه ډالر پانګونه وکړي او دا د افغانستان لپاره لویه لاسته راوړنه ده. دا پانګونه په افغانستان کې نورو سترو شرکتونو ته د پانګونې لاره هواروي.»
افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې پراختیا ته دا هیله مندي داسې مهال څرګندیږي چې د اسلامي امارت د چارواکو په وینا، ځینې ګاونډي هېوادونه چې اشاره تر ډېره پاکستان ته ده، په افغانستان کې پرمختګونه نه شي زغملی.
ددوی په خبره، پاکستان هڅه کوي افغانستان کې د ستونزو په رمنځته کولو سره، د پانګونو او پرمختګونو مخه ونیسي، خو پاکستان به هېڅکله خپل هدف کې بریالی نه شي.