Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/09/03

د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو له لوري د کابل ښار پنځم مکروریانو د سولې پروژې د بي ۴ بلاک بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر د ډبرې اېښودلو غونډې ته خبرو کې ویلي چې په کابل ښار کې د استوګنځایونو، اوبو، برېښنا او نورو اساسي اړتیاوو د ستونزو د حل لپاره هڅې چټکې شوې دي، ترڅو د هېوادوالو د هوسا ژوند لپاره لا ډېرې مناسبې پروژې رامنځته شي.

 د نوموړي په خبره، اسلامي امارت د هېوادوالو د هوسا ژوند لپاره د نویو پراختیايي پروژو رامنځته کولو ترڅنګ، د هغو پخوانیو پروژو د بیا رغونې هڅې هم کوي چې له کلونو راهیسې  نیمګړې پاتې دي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برابر وايي: « په کابل کې ښار کې د نفوسو زیاتېدو، غیر منظمې پراختیا، د اوبو کموالي، د ښاري نظم خرابېدو، د چاپېریال ککړتیا او عامه خدمتونو د کموالي په برخو  کې جدي ستونزې رامنځته شوې دي. له بده مرغه دا ستونزې ورځ تر بلې ډېرېږي. د نوي کابل ښار او پنځم مکروریان په څېر پروژې کولی شي دا جدي ستونزې په تدریجي توګه هوارې کړي.»

د دې ترڅنګ، د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له کورنیو او بهرنیو پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې له رامنځته شویو فرصتونه ګټه واخلي او دغه راز یې  ډاډ ورکړ چې  اسلامي امارت به پانګوالو ته په بېلابېلو برخو کې لازم فرصتونه برابر او د هغوی د پانګونې ملاتړ ته به دوام ورکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي وايي: « اسلامي امارت زموږ خپل خصوصي سکټور او بهرني پانګوال هڅوي چې د مسکن په برخه کې پانګونه وکړي. اوس مهال د کور جوړونې لپاره پراخه زمینه برابره ده. اسلامي امارت له هغو ټولو پروژو ملاتړ کوي چې د هېواد د پرمختګ لپاره ورته اړتیا ده.»

بله خوا، د کور او ښار جوړولو وزیر بیا وايي چې د پنځم مکروریانو د سولې پروژه چې له کلونو ځنډ وروسته پیل شوې، د ۱۳ سوه جرېبه ځمکې په مساحت پلې کېږي اوپه بشپړېدو سره به يې ۲۵ زره کسانو ته د معیاري ژوند اسانتیاوې برابرې شي.

نوموړي د یوشمېر ولایتونو په مرکزونو کې د ښاري ماسټر پلانونو د تطبیق خبر هم ورکړ.

د کور او ښارجوړولو وزیر، نجیب‌الله حیات حقاني وايي: « هغه خلک چې غواړي د افغانستان دغه اقتصادي بهیر ټکنی کړي، څرګند پیغام ورکوو چې هېڅوک به زموږ اقتصادي حرکت ونه شي درولی. د هرات، خوست، لوګر ولایتونو ماسټر پلانونه تایید شوي او نږدې راتلونکي کې به د خوست، ننګرهار او کندهار ماسټر پلانونه هم منظور شي.»

بل پلو، د پنځم مکروریانو د سولې پروژې قراردادي شرکت مسوولین وايي، د دې پروژې رغنیزې چارې د نني عصر د پرمختللو وسایلو په واسطه پر مخ ځي. د مسوولانو په خبره، په دې پروژه کې ۲۰۰ بلاکونه شامل دي چې هر بلاک ۲۵۰ اپارتمانه لري او اوس مهال دغه پروژه کې۵۰۰ افغان کارګرانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د قراردادي شرکت مسول، بهادر ایدوغان وايي: « د دې پروژې له مهمو ځانګړتیاوو څخه یوه هم د ټونل قالب ساختماني جوړښت کارول دي. دا سیسټم یو عصري او اغېزناک ساختماني مېتود دی چې نه یوازې د ودانیزو چارو سرعت او کیفیت لوړوي بلکې بلکې د ودانیو مقاومت او استحکام د ۹ درجې زلزلې پر وړاندې هم زیاتوي.»

د دې پروژې عملي چارې داسې مهال روانې دي چې د کابل ښار ډېری اوسېدونکي د بې کورۍ او په لوړو بیو د کرايي کورونو له رانیولو شکایت کوي.

دوی له اسلامي امارت غواړي چې د بې کوره خلکو لپاره دې په کابل ښار کې استوګنیز بلاکونه زیات کړي، ترڅو د خلکو د دایمي سرپناه ستونزه تر یوې کچې حل شي او حکومت ته هم د یوې ننګونې په توګه دغه چاره اسانه شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist