Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/09/03

د چین ولسمشر وايي، هېواد یې چمتو دی چې د اوکراین، منځني ختیځ، افغانستان او نورو نړیوالو او سیمه‌ییزو کړکېچونو په اړه، له ټولو اړخونو سره خپلې اړیکې او همغږي پیاوړې کړي.

شي جین پېنګ چې د سه شنبې په ورځ یې د شانګهای همکاریو سازمان سرمشریزې ته وینا کوله ویلي چې د دغو کړکېچونو د بنسټیزو لاملونو موندلو او د هغو د سیاسي حل لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.  

شي جین پینګ دا څرګندونې د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې چې د قرغېزستان په پلازمېنه بشکېک کې جوړه شوې وه، کړې دي.

د چین ولسمشر د خبرو یوه برخه کې راغلي: « نړۍ کې د مخ پر زیاتېدونکو کړکېچونو او هغه څه له امله چې د جګړې دوامداره سیوري دی، دغه سازمان باید لا ډېر مسوولیت پر غاړه واخلي. د جګړې سیوری لا هم پر نړۍ خپور دی. په داسې حساس پړاو کې چې د بشریت راتلونکی له مهمو ننګونو سره مخ دی، د شانګهای همکاریو سازمان باید مخته لاړ شي، خپل تاریخي مسوولیت پر غاړه واخلي او د راتلونکي لپاره سمه لار وټاکي.»

شي جین پېنګ د افغانستان، منځني ختیځ او اوکراین د ستونزو  هواري لپاره د خپل هېواد له لوري د هڅو خبره داسې مهال کړې چې له دې مخکې چین د کابل او اسلام اباد ترمنځ د موجوده کړکېچ هواري لپاره هم هڅه کړې وه.

د چین د هڅو په پایله کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره یوازې د غیر رسمي خبرو یو پړاو د چین په ارومچي کې ترسره شو.

که څه هم د ارومچي خبرې د کابل او اسلام اباد ترمنځ غیر رسمي خبرې وي چې په کې دواړو لوریو ژمنه وکړه چې تاوتریخوالی به کموي او ستونزې به د خبرو له لارې هواروي.

د ارومچي خبرې د چین په منځګړیتوب د دواړو لوریو ترمنځ د رسمي خبرو مقدمه بلل کېده، خو له هغې نېټې راهیسې بیا د کابل او اسلام اباد ترمنځ د خبرو اصلي پړاو تر ننه پیل نه شو.

هغه د شانګهای همکارۍ سازمان له غړو وغوښتل چې اقتصادي پرمختګ ته لومړیتوب ورکړي، له دودیزو او نوو امنیتي ګواښونو سره د مبارزې په برخه کې همکارۍ پیاوړې کړي او د تقابل پر ځای، خبرو اترو ته لومړیتوب ورکړي.

شي جین پېنګ همداراز د مصنوعي ځیرکتیا، ډیجیټلي ټکنالوژۍ، انرژۍ، شنو صنعتونو او ټرانسپورټي زېربناوو په برخو کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کړې.

د چین ولسمشر دغه راز ویلي: « چین به د شانګهای همکاریو سازمان له غړو هېوادونو سره د مصنوعي ځیرکتیا د نړیوالې کارونې لپاره د همکاریو یو مرکز جوړ کړی او په راتلونکو درېیو کلونو کې به له غړو هېوادونو سره د ټکنالوژۍ په برخه کې ۱۰۰ ګډې پروژې عملي کړي.»

د امنیت په برخه کې د چین ولسمشر د ترهګرۍ، بېلتون‌پالنې، افراطیت، منظمو جرمونو، نشه‌یي توکو د قاچاق او مخابراتي درغلیو پر وړاندې د لا نږدې همغږۍ غوښتنه وکړه.

هغه همداراز د اټومي امنیت په برخه کې د څو اړخیزې همکارۍ د پیاوړتیا ملاتړ وکړ او ویې ویل چې په دې برخه کې له هېوادونو سره باید هغوی د موقف او ځواک له توپیر پرته مساوي چلن وشي.

چین، روسیه، هند، پاکستان، ایران او د منځنۍ اسیا څو هېوادونه د شانګهای همکاریو سازمان غړي دي.

دا سازمان په وروستیو کلونو کې د لوېدیځ په مشرۍ له نړیوالو بنسټونو څخه بهر د همکارۍ لپاره پر یوه مهم ډګر بدل شوی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist