Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
انټونیو ګوټرېش او امام علي رحمان د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

انټونیو ګوټرېش او امام علي رحمان د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/09/02

د ملګرو ملتونو ویاند وايي، د دې سازمان سرمنشي انټونیو ګوټرېش د قرغېزستان په پلازمینه بشکېک کې د شانګهای همکاریو سازمان د شپږویشتمې سرمشریزې په څنډه کې د تاجیکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره لیدلي.

د سټېفن دوجاریک په خبره، په دې لیدنه کې د دواړو خواوو ترمنځ پر همکارۍ او سیمه‌ییزې پراختیا سربېره، د افغانستان د وضعیت په تړاو هم خبرې شوې.

نوموړي دا نه دي ویلي چې دواړو خواوو د افغانستان په تړاو پر کومو مشخصو مسایلو خبرې کړې.

دوجاریک زیاته کړې: « په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي او د تاجیکستان ولسمشر د دواړو خواوو ترمنځ پر همکارۍ او د افغانستان د وضعیت په شمول د سیمه‌ییزې پراختیا په تړاو خبرې وکړې.»

تېره اوونۍ د تاجیکستان د ملي امنیت دولتي کمېټې خبر ورکړی و چې دوه افغان اتباع یې له افغانستان سره په ګډه پوله هغه مهال وژلي چې له نشه‌يي توکو سره یې په غیر قانوني ډول تاجیکستان ته د ننوتو هڅه کوله.

هغه مهال د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد دې پېښې ته په اشارې د دوو ګډ سرحده هېوادونو ترمنځ دا ډول نښتې عادي مسایل بللي و او ډاډ یې ورکړی و چې نه پرېږدي افغان خاوره د تاجیکستان یا بل هېواد پر وړاندې وکارول شي.

د سیاسي چارو شنونکی، خلیل احمد نادم وايي: « افغانستان له تاجیکستان سره اوږد سرحد لري او تاجیکستان کله کله پر دغه سرحد له نا امنیو شکایت کوي. که څه هم اوس وضعیت ښه شوی، خو دوی بیا هم اندېښنه لري.»   

تر هغه وروسته د تېرې اګسټ په ۲۸مه د ګډ امنیتي تړون سازمان منشي، طلعت بیګ مصدوقوف اعلان کړی و چې روسیه به د روان ۲۰۲۶زېږدیز کال په را روان مني کې تاجیکستان ته له افغانستان سره پر ګډه پوله د امنیت د لاټینګښت لپاره پوځي وسلې او تجهیزات واستوي.

د چارو شنونکي وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ پر پوله د امنیت د لا ټینګښت لپاره د دوه اړخیزو ګډو هڅو ترسره کېدل مثبت ګام دی، خو باید د ښکېلو خواوو په همغږۍ ترسره شي.

د سیاسي چارو شنونکی، جنت فهیم چکري وايي: « د تاجیکستان د ولسمشر اندېښنه دا ده چې افغانستان کې امنیتي ستونزې شته او ورپسې د اقتصادي مسایلو خبرې دي. د تاجیکستان اندېښنې بېځایه دي، ځکه افغانستان بار بار ویلي چې له افغان خاورې به څوک ونه ګواښل شي.»

دا داسې مهال ده چې اسلامي امارت تر دې وړاندې له تاجیکستان سره پر ګډه پوله د امنیت په تړاو ډاډ ورکړی او په دې برخه کې یې اندېښنې بېځایه بللې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د حکومت ویاند: لاریونونه مو ځکه بند کړي چې په اسلامي قانون کې ځای نه لري
افغانستان

د حکومت ویاند: لاریونونه مو ځکه بند کړي چې په اسلامي قانون کې ځای نه لري

سپتمبر 3, 2026
مجاهد: افغانستان له امریکا سره ډېپلوماټیکواو اقتصادي اړیکو ته اړتیا لري
افغانستان

مجاهد: افغانستان له امریکا سره ډېپلوماټیکواو اقتصادي اړیکو ته اړتیا لري

سپتمبر 3, 2026
د هرات خلکو شکایت: د تېلو بیو لوړېدو له امله، ولایتونو ته د تګ راتګ کرایې هم لوړې شوې
افغانستان

د هرات خلکو شکایت: د تېلو بیو لوړېدو له امله، ولایتونو ته د تګ راتګ کرایې هم لوړې شوې

سپتمبر 2, 2026
د جمعه خان فاتح له خوا د یوې سنګسار شوې مور زوی د عدالت غوښتنه کوي
افغانستان

د جمعه خان فاتح له خوا د یوې سنګسار شوې مور زوی د عدالت غوښتنه کوي

سپتمبر 2, 2026
شکېب: افغانستان دا نه مني چې د پاکستان نا امني پر افغانستان د برید لپاره بهانه وګرځول شي
افغانستان

شکېب: افغانستان دا نه مني چې د پاکستان نا امني پر افغانستان د برید لپاره بهانه وګرځول شي

سپتمبر 2, 2026
د امریکا یوې محکمې په زور د رحمان الله لکڼوال د اعتصاب ماتولو امر کړی
افغانستان

د امریکا یوې محکمې په زور د رحمان الله لکڼوال د اعتصاب ماتولو امر کړی

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

د حکومت ویاند: لاریونونه مو ځکه بند کړي چې په اسلامي قانون کې ځای نه لري

د حکومت ویاند: لاریونونه مو ځکه بند کړي چې په اسلامي قانون کې ځای نه لري

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
مجاهد: افغانستان له امریکا سره ډېپلوماټیکواو اقتصادي اړیکو ته اړتیا لري

مجاهد: افغانستان له امریکا سره ډېپلوماټیکواو اقتصادي اړیکو ته اړتیا لري

سپتمبر 3, 2026
د هرات خلکو شکایت: د تېلو بیو لوړېدو له امله، ولایتونو ته د تګ راتګ کرایې هم لوړې شوې

د هرات خلکو شکایت: د تېلو بیو لوړېدو له امله، ولایتونو ته د تګ راتګ کرایې هم لوړې شوې

سپتمبر 2, 2026
د جمعه خان فاتح له خوا د یوې سنګسار شوې مور زوی د عدالت غوښتنه کوي

د جمعه خان فاتح له خوا د یوې سنګسار شوې مور زوی د عدالت غوښتنه کوي

سپتمبر 2, 2026
انټونیو ګوټرېش او امام علي رحمان د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

انټونیو ګوټرېش او امام علي رحمان د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

سپتمبر 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist