Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ د یوناما کلني راپور هرکلی کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/23

ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ د یوناما د وروستي کلني راپور هرکلی کړی او ویلي یې دي،چې د اسلامې امارت د بشر حقونو خپلواک کمېسیون لغوه کړی او ورسره د دوی د کړنو څار ستونزمن شوی دی.

ملګروملتونو کې د افغانستان استازولي وايي،له سختو محدودیتو سربېره یوناما د حاکم حکومت څارنه کوي او وروستی راپور یې د ستاینې  وړ دی. 

یادې استازولۍ زیاته کړې:« موږ په افغانستان کې د بشر حقونو په تړاو د یوناما د وروستي راپور هرکلی او له  زیاتو محدودیتونو سربېره د دغه سازمان د هڅو قدرداني کوو. افغانستان کې د مدني ټولنې بنسټونه د فعالیت توان نه لري او د بشر حقونو خپلواک کمېسیون لغوه شوی  دی،چې په سیمه کې د بشر حقونو څارنه ناشونې شوې ده،خو د یوناما له ماموریت سره یو څه هېلې شته دي. دغه اداره اوس مهال د افغانستان د بشري حقونو د سرغړونې او ساتنې په څارنه کې حیاتي رول لري.» 

یوناما په خپل راپور کې ویلي ول، د تېر پرتله د اسلامي امارت له واکمنېدو سره تاوتریخوالی زیات شوی او دوی یې د بشر حقونو په سرغړونه تورن کړي.

همدا راز په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ وايي،د اسلامي امارت له واک ته رسیدو سره د بیان ازادي له منځه تللې او خلک د حکومت له وېرې خپل شکایتونه نه شي ثبت کولی.

یاده استازولي زیاتوي:«د ویرې په ډکه فضاء کې د شکایتونو او سرغړونو ثبت خورا ستونزمن او خطرناک شوید دی. وړمه ورځ هم یو استرالیایۍ خبریاله نیول شوې او ګواښل شوې او اړ اېستل شوې  ده،چې په هغو کړنو اعتراف وکړي،چې د ژورنالیزم د دندې یوه برخه ده.» 

که څه هم د افغانستان اسلامي امارت دغو څرګندونو ته تر اوسه پورې کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولي د یوناما راپور بشپړ نه بولي. 

هغوی وایي،په راپور کې د یادو شویو وژنو او خپل سرو نیولو زیاتې پېښې شوې،خو د وېرې او ځينو سیمو ته د لاس رسي د نشتون له امله راپور کې نه دې اضافه شوي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist