Skip to content
ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ د یوناما د وروستي کلني راپور هرکلی کړی او ویلي یې دي،چې د اسلامې امارت د بشر حقونو خپلواک کمېسیون لغوه کړی او ورسره د دوی د کړنو څار ستونزمن شوی دی.
ملګروملتونو کې د افغانستان استازولي وايي،له سختو محدودیتو سربېره یوناما د حاکم حکومت څارنه کوي او وروستی راپور یې د ستاینې وړ دی.
یادې استازولۍ زیاته کړې:« موږ په افغانستان کې د بشر حقونو په تړاو د یوناما د وروستي راپور هرکلی او له زیاتو محدودیتونو سربېره د دغه سازمان د هڅو قدرداني کوو. افغانستان کې د مدني ټولنې بنسټونه د فعالیت توان نه لري او د بشر حقونو خپلواک کمېسیون لغوه شوی دی،چې په سیمه کې د بشر حقونو څارنه ناشونې شوې ده،خو د یوناما له ماموریت سره یو څه هېلې شته دي. دغه اداره اوس مهال د افغانستان د بشري حقونو د سرغړونې او ساتنې په څارنه کې حیاتي رول لري.»
یوناما په خپل راپور کې ویلي ول، د تېر پرتله د اسلامي امارت له واکمنېدو سره تاوتریخوالی زیات شوی او دوی یې د بشر حقونو په سرغړونه تورن کړي.
همدا راز په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ وايي،د اسلامي امارت له واک ته رسیدو سره د بیان ازادي له منځه تللې او خلک د حکومت له وېرې خپل شکایتونه نه شي ثبت کولی.
یاده استازولي زیاتوي:«د ویرې په ډکه فضاء کې د شکایتونو او سرغړونو ثبت خورا ستونزمن او خطرناک شوید دی. وړمه ورځ هم یو استرالیایۍ خبریاله نیول شوې او ګواښل شوې او اړ اېستل شوې ده،چې په هغو کړنو اعتراف وکړي،چې د ژورنالیزم د دندې یوه برخه ده.»
که څه هم د افغانستان اسلامي امارت دغو څرګندونو ته تر اوسه پورې کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولي د یوناما راپور بشپړ نه بولي.
هغوی وایي،په راپور کې د یادو شویو وژنو او خپل سرو نیولو زیاتې پېښې شوې،خو د وېرې او ځينو سیمو ته د لاس رسي د نشتون له امله راپور کې نه دې اضافه شوي.