Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/09/02

افغان ټرانس د افغانستان، اوزبېکستان او پاکستان ترمنځ د رېل پټلۍ هغه ګډه پروژه ده چې د درې واړو هېوادونو لپاره له لوړ ارزښت څخه برخمنه ده.

د همدې سترې اقتصادي پروژې له بشپړېدو سره سم، اوزبېکستان هم کولی شي چې د افغانستان له لارې د پاکستان د کراچۍ او ګوادر بندرونو څخه په ګټنې، د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره په مستقیم ډول وصل شي چې د دې پروژې له مخې افغانستان د ټرانزیټ په مهم دهلیز بدلېدلی شي.

په همدې تړاو د پاکستان لومړي وزیر، محمد شهباز شریف، د قرغېزستان پلازمېنې بشکېک کې د شانګهای همکاریو سازمان د غونډې پرمهال د اوزبېکستان له ولسمشر، شوکت میرضیایف سره په کتنه کې، د دې ستر بدلون راوستونکې پروژې د چارو  چټکتیا غوښتنه کړې.

د پاکستان لومړي وزیر دفتر ویلي: « د سیمه‌ییزې نښلونې د ګډ سټراټیژیک لومړیتوب په توګه د اهمیت په بیانولو سره، لومړي وزیر د اوزبېکستان افغانستان–پاکستان رېل پټلۍ د ستر بدلون راوستونکي ظرفیت یادونه وکړه. نوموړي ویلي چې دا پروژه کولی شي منځنۍ او سوېلي اسیا سره ونښلوي او د پاکستان سمندري بندرونو ته د اوزبېکستان د لاسرسي زمینه برابره کړي. شهباز شریف د ګډې امکان‌سنجۍ د مطالعې  په برخه کې پر ژر پرمختګ ټینګار وکړ.»

تر ټولو مهم پرمختګ دا دی چې د ۲۰۲۵ کال په جولای میاشت کې افغانستان، اوزبېکستان او پاکستان د دې پروژې د ګډې امکان‌سنجۍ د مطالعې تړون لاسلیک کړ.

د اقتصادي چارو یوشمېر شنونکي بیا ټولې هغه پروژې چې په افغان خاوره کې عملي کېږي د اقتصادي پرمختګ لپاره لاره هواروي او په خبره یې، دا ډول ګډې پروژې له ځان بسیايۍ سربېره افغانستان له هغو ستونزو خلاصوي چې د سوداګرۍ په برخه کې به د ګاونډیو هېوادونو له خوا ورته جوړېږي.

د اقتصادي چارو شنونکی، محمد عیسی مبارز وايي: « که دا پروژه عملي شي، افغانستان به هغو ستونزو خلاص شي چې اوس د ځینو هېوادونو له خوا پرې تحمیلېږي. افغانستان به خودکفا هېواد شي او د نورو هېوادونو لپاره به پالیسي جوړوي. موږ باید له دې ډول پروژو سره لېوالتیا وښیو.»

یوشمېر نور شنونکي بیا وایي چې افغانستان د خپل جیوپولیټیک ارزښت له مخې د سیمې هېوادونو لپاره د اقتصادي پروژو د پلي کولو په برخه کې مهم هېواد دی او په خبره يې، په سیمه‌ییز اتصال پورې د افغانستان تړلي ارزښتونه او اقتصادي برخه به لا پیاوړې شي.

د اقتصادي چارو شنونکی، اسلم دانشمل وايي: « دا مبرمه اړتیا ده چې د سیمې هېوادونه باید د تقابل په ځای له افغانستان سره همکاري وکړي. دا ډول پالیسۍ هم افغانستان ته ګټه رسوي او هم دوی خپلو ګټو ته رسوي. افغانستان د سیمې اتصال لپاره ځانګړی اهمیت لري او اقتصادي پراختیا یې په افغانستان پورې تړلې ده. د سیمې هېوادونه باید د افغانستان له جیوپولیټیک موقعیت څخه ښه ګټه پورته کړي.»

دا پروژه چې د اوزبېکستان افغانستان – پاکستان رېل پټلۍ اصلي مسیر د ترمذ – مزارشریف – کابل – پېښور په امتداد طرحه شوې ده.

د معلوماتو له مخې، اوږدوالی یې شاوخوا۶۰۰ کیلومټره اټکل شوی او د کال شاوخوا۲۰ میلیونه ټنه انتقالاتو ظرفیت به ولري او افغانستان به وکولی شي وچې او تازه مېوې، سبزيجات، زعفران، غالۍ، مرمر او نور معدني محصولات او صنعتي او کرنیز محصولات، د رېل پټلۍ د همدې پروژې له لارې پاکستاني بندرونو او له هغه ځایه نړیوالو بازارونو ته ولېږدوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
بلخ کې د اوړو ۵۰ کارخونې هره ورځ ۶۵۰۰ ټنه اوړه تولیدوي
اقتصاد

بلخ کې د اوړو ۵۰ کارخونې هره ورځ ۶۵۰۰ ټنه اوړه تولیدوي

اگست 31, 2026

وروستي خبرونه

د همغږۍ ډلې په دوه ورځنۍ غونډه کې له افغانستان سره پر نړیوالو همکاریو ټینګار شوی

د همغږۍ ډلې په دوه ورځنۍ غونډه کې له افغانستان سره پر نړیوالو همکاریو ټینګار شوی

اکتوبر 22, 2026
د امام ابوحنیفه پنځم اووه ورځنی نړیوال نندارتون پای ته ورسېد

د امام ابوحنیفه پنځم اووه ورځنی نړیوال نندارتون پای ته ورسېد

اکتوبر 14, 2026
د حکومت ویاند: لاریونونه مو ځکه بند کړي چې په اسلامي قانون کې ځای نه لري

مجاهد: پاکستاني چارواکي دې د خپلو ناکامیو پټولو لپاره افغانستان نه تورنوي

اکتوبر 13, 2026
د پاکستان مرکزي حکومت خیبرپښتونخوا کې بېړنۍ حالت  اعلان کړ

د پاکستان مرکزي حکومت خیبرپښتونخوا کې بېړنۍ حالت  اعلان کړ

اکتوبر 12, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist