Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

خالد حنفي: شل کلنه وسله واله مبارزه د اسلامي نظام ټېنګښت لپاره وه 

admin by admin
2022/07/21

د افغانستان اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست مولوي خالد حنفي  پکتیا ولایت ته  د سفر پر مهال د امریکا پرمتحده ایالتو او یو شمیر نورو هېوادونو او د بشري حقونو پر بنسټونو نیوکه وکړه،چې ګواکې د افغانانو په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي. 

حنفي وایي، شل کلنه وسله واله مبارزه د اسلامي نظام د ټېنګښت لپاره وه،خو په خبره یې  د امریکامتحده ایالت او ځېنې نور هېوادونه او بشري حقونه د الهي احکامو عملي کول د محدودیتونو لګولو په مانا بولي. 

هغه زیاته کړه:« هغو امریکایانو چې ژمنه کړې وه، د افغانانو په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نه کوي،خو دا لاسوهنه تر اوسه پورې روانه ده.» 

حنفي وایي،که نړیوال پرې هرڅومره فشار رواړي،خو پر وینا یې  دوی به د اسلامي شرعي نظام او د الهي احکامو له پلي کېدو راونه ګرځوي. 

حنفي زیاته کړه:« زموږ ژوند د اسلامي نظام د تحکیم لپاره دی، که نړیوال وایي،چې فشار به راوړو او اسلامي امارت به له خپل دریځ راوګرځوي، نو زه قسم کوم،چې رګونو کې  مو یو څاڅکی وینه هم وي،د اسلام له  یوه رکن څخه هم نه تیریږو.» 

د امر بالمعروف وزارت سرپرست همدا راز د اسلامي امارت پر هغه غړو هم نیوکه وکړه،چې د ویښتانو یا څڼو پریښودلو په اړه یې د امیرالمومنین فرمان نه دی عملي کړی.

حنفي زیاتوي:« دری کاله وشول،دا درېیم کال دی،چې د امیرالمومنین له طرفه فرمان ابلاغ شوی دی،چې تاسې څڼې هغه شرعي څڼې پریږدئ. ای مجاهدینو ولې ورباندې عمل نه دی شوی؟»

د امر بالمعروف وزارت سرپرست له امنیتي ارګانونو وغوښتل،چې د فرمانونو په پلي کیدو کې دې ورسره مرسته وکړي،ترڅو د ټولنې د اصلاح په برخه کې مثبت بدلون رامنځته شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist