Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یوناما:  له ۲۰۰۹ تر ۲۰۲۱ کاله، ۱۱۷ زره افغان وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

یوناما:  له ۲۰۰۹ تر ۲۰۲۱ کاله، ۱۱۷ زره افغان وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/09/02

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ(یوناما) په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي چې د افغانستان د تېرو څو څو لسیزو جګړو قربانیان لاهم په فزیکي ، رواني ، ټولنیزو او اقتصادي ستونزو کې راګیر دي.

په راپور کې راغلي، دا ډله افغانان له عدالت او  بشپړ ملاتړ بې برخې پاتې شوي دي.

یوناما د «هېر شوي» په نوم مستند راپور کې له ۱۹۵ افغانانو او د هغوی له نږدې خپلوانو، ۲۳ غیر دولتي سازمانونو او ۲۳ حکومتي چارواکو پوښتنې کړې چې له ډلې یې ۸۱ سلنه خلکو د تاوان اخستو، ۴۸ سلنو د عدالت پلي کېدو او حقوقو ته د لاسرسي او ۴۷ سلنه نورو خلکو د ورته کړنو  له بیا ځل تکرار څخه د مخنیوي غوښتنه کړې.

یوناما په دې راپور کې له قرباني شویو کورنیو سره د اسلامي امارت، ښکېلو اړخونو او نړیوالې ټولنې پر همکارۍ او د هغوی اړتیاوو ته پر رسېدنې ټینګار کړی.

د یوناما په مستند راپور کې زیاته شوې: « دا څېړنه د یوناما د ماموریت له مخې ترسره شوې ده. موږ ته دا ماموریت د ملګرو ملتونو امنیت شورا له خوا راکړل شوی او په کې د بشري حقونو ساتنې او ترویج ترڅنګ، د مسوولانه حکومتولۍ او د قانون حاکمیت ترویج، د انتقالي عدالت ملاتړ او د قربانیانو د حقونو ملاتړ، شامل دي.»

د یوناما په مستند راپور کې چې د ۲۰۰۱ زېږدیز کال تر ۲۰۲۱ زېږدیز کال پورې پېښو ته ځانګړی شوی، دا هم راغلی چې په دې شل کلنه موده کې داسې کورنۍ نه شته چې د ځاني یا مالي زیانونو څخه خوندي پاتې وي.

د راپور له مخې، د یوناما بشري حقونو څانګې د ۲۰۰۹ کال په جنوري کې ملکي وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې ثبتول پیل کړل چې له هغه مهال تر ۲۰۲۱ کاله پورې د شاوخوا ۴۰ زره ملکي افغانو وژل کېدل او د ۷۰ زره نور د ټپي کېدو پېښې ثبت شوې دي.

پخوانی ډېپلوماټ او د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « یوناما یوازې د راپور تر کچې خپل ماموریت مخکې بیایې، خو که چېرې دا عملي مکانېزم پیدا کړي، اړوند نړیوالو ادارو ته اطلاع ورکړي او ویې هڅوي چې راشي او په دې اړه عملي ګامونه پورته کړي،  ترڅو ستونزې حل شي؛ خو په خواشینۍ سره باید ووایم چې دا کار نه کېږي.»

یوناما  په خپل راپور کې دغه راز ویلي، په افغانستان کې له لسیزو جګړې وروسته د قربانیانو کورنیو په اړه دا مستند شوی راپور یې د ۲۰۲۴ زېږدیز کال له جون میاشتې د ۲۰۲۵ کال تر ډسمبر پورې بشپړ کړی دی. د دوی په خبره، په دې مستند راپورک ې د مرکه شویو کسانو له ډلې ۲۸ سلنه یې ښځې وې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist