افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ(یوناما) په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي چې د افغانستان د تېرو څو څو لسیزو جګړو قربانیان لاهم په فزیکي ، رواني ، ټولنیزو او اقتصادي ستونزو کې راګیر دي.
په راپور کې راغلي، دا ډله افغانان له عدالت او بشپړ ملاتړ بې برخې پاتې شوي دي.
یوناما د «هېر شوي» په نوم مستند راپور کې له ۱۹۵ افغانانو او د هغوی له نږدې خپلوانو، ۲۳ غیر دولتي سازمانونو او ۲۳ حکومتي چارواکو پوښتنې کړې چې له ډلې یې ۸۱ سلنه خلکو د تاوان اخستو، ۴۸ سلنو د عدالت پلي کېدو او حقوقو ته د لاسرسي او ۴۷ سلنه نورو خلکو د ورته کړنو له بیا ځل تکرار څخه د مخنیوي غوښتنه کړې.
یوناما په دې راپور کې له قرباني شویو کورنیو سره د اسلامي امارت، ښکېلو اړخونو او نړیوالې ټولنې پر همکارۍ او د هغوی اړتیاوو ته پر رسېدنې ټینګار کړی.
د یوناما په مستند راپور کې زیاته شوې: « دا څېړنه د یوناما د ماموریت له مخې ترسره شوې ده. موږ ته دا ماموریت د ملګرو ملتونو امنیت شورا له خوا راکړل شوی او په کې د بشري حقونو ساتنې او ترویج ترڅنګ، د مسوولانه حکومتولۍ او د قانون حاکمیت ترویج، د انتقالي عدالت ملاتړ او د قربانیانو د حقونو ملاتړ، شامل دي.»
د یوناما په مستند راپور کې چې د ۲۰۰۱ زېږدیز کال تر ۲۰۲۱ زېږدیز کال پورې پېښو ته ځانګړی شوی، دا هم راغلی چې په دې شل کلنه موده کې داسې کورنۍ نه شته چې د ځاني یا مالي زیانونو څخه خوندي پاتې وي.
د راپور له مخې، د یوناما بشري حقونو څانګې د ۲۰۰۹ کال په جنوري کې ملکي وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې ثبتول پیل کړل چې له هغه مهال تر ۲۰۲۱ کاله پورې د شاوخوا ۴۰ زره ملکي افغانو وژل کېدل او د ۷۰ زره نور د ټپي کېدو پېښې ثبت شوې دي.
پخوانی ډېپلوماټ او د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « یوناما یوازې د راپور تر کچې خپل ماموریت مخکې بیایې، خو که چېرې دا عملي مکانېزم پیدا کړي، اړوند نړیوالو ادارو ته اطلاع ورکړي او ویې هڅوي چې راشي او په دې اړه عملي ګامونه پورته کړي، ترڅو ستونزې حل شي؛ خو په خواشینۍ سره باید ووایم چې دا کار نه کېږي.»
یوناما په خپل راپور کې دغه راز ویلي، په افغانستان کې له لسیزو جګړې وروسته د قربانیانو کورنیو په اړه دا مستند شوی راپور یې د ۲۰۲۴ زېږدیز کال له جون میاشتې د ۲۰۲۵ کال تر ډسمبر پورې بشپړ کړی دی. د دوی په خبره، په دې مستند راپورک ې د مرکه شویو کسانو له ډلې ۲۸ سلنه یې ښځې وې.