Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/09/01

د شانګهای همکاریو سازمان دا دوه ورځنۍ سرمشریزه « د ګډې او دوامدارې سولې، پرمختګ او سوکالۍ په لور» تر شعار لاندې د قرغېزستان په پلازمېنه بشکېک کې جوړېږي.

پوښتنه دا ده چې د سرمشریزې اصلي اجنډا به څه وي؟ ایا د شانګهای همکاریو سازمان مشران به له دې غونډې د څو قطبي نړیوال نظم د پیاوړتیا او د سوداګرۍ او امنیت په برخو کې د نړیوالو هېوادونو د همکارۍ پراختیا لپاره کار واخلي؟

دا بحث په داسې مهال مطرح کېږي چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ یو اړخیز بهرني سیاست د نړۍ نظم کمزوری کړی.

په دې سرمشریزه کې د چین، روسیې او هند له مشرانو سربېره د ایران،  پاکستان، اوزبېکستان، بېلاروس، قزاقستان او یو شمېر نورو هېوادونو مشران هم ګډون کوي.

تمه ده چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېرېش او د سوېل ختیځې اسیا د هېوادونو ټولنې «آسیان» عمومي منشي کاو کیم هورن هم په دې سرمشریزه کې ګډون وکړي.

د بحران نړیوالې ډلې د شمال ختیځې اسیا لوړپوړي شنونکي ویلیام یانګ ویلي، روانې جګړې پر نړیوال قانون‌ محوره نظم لا زیات فشار راوړی.

د هغه په خبره: « په همدې شرایطو کې داسې یوه سرمشریزه د چین او هند په ګډون د نړۍ د مخ پر ودې سترو قدرتونو لپاره مهم فرصت دی، ترڅو خپل نړیوال نفوذ زیات او له نورو هېوادونو او په ځانګړي ډول د نړیوال جنوب له هېوادونو سره، خپلې اړیکې او همکارۍ ژورې کړي.»

یانګ ویلي، له کلونو راهیسې شانګهای همکاریو سازمان د چین لپاره د څو قطبي نړیوال نظم د پیاوړتیا او له مخ پر ودې هېوادونو سره د خپل ځانګړي بلاک جوړولو له لارو څخه یوه ګڼل کېږي.

هغه ویلي، که څه هم د شانګهای همکاریو سازمان په لومړیو کې د همکارۍ محدوده ساحه لرله، خو غړیو هېوادونو هڅه کړې چې د سازمان د فعالیتونو ساحه او د غړیو شمېر پراخ کړي.

د منځني ختیځ او اروپا د روانو شخړو په اړه یانګ ویلي، چین ښايي له دې سرمشریزې څخه د یوه داسې ستر قدرت په توګه د خپل دریځ وړاندې کولو لپاره کار واخلي چې د شخړو د سوله‌ییز حل ملاتړ کوي او په دې توګه د امریکا له دریځ سره توپیر لا څرګندوي.

خو هغه زیاته کړې چې دا هڅې به ښايي تر ډېره په سیاسي څرګندونو پورې محدودې پاتې شي او د شخړو د حل لپاره به کومه عملي او اساسي طرحه وړاندې نه کړي.

بله خوا، د فرانسې د ناتکسیس پانګونې بانک د اسیا ـ پاسفیک د برخې مشرې او اقتصاد پوهې الیسیا ګارسیا هېرېرو ویلي، سږنۍ سرمشریزه ځکه ځانګړی اهمیت لري چې د دې سازمان د جوړېدو له ۲۵مې کلیزې سره سمون لري او دا به لومړی فرصت وي چې د تېر کال د تیانجین سټراټیژي له خبرو څخه عملي اقداماتو ته واوړي.

د تېر کال سرمشریزه د چین په تیانجین کې ترسره شوې وه او په هغې کې د داسې څو قطبي نړیوال نظم پر رامنځته کولو ټینګار شوی و چې د متقابلو ګټو پر بنسټ نړیوالې همکارۍ ته وده ورکوي.

د الیسیا ګارسیا هېرېرو د خبرو یوه برخه کې راغلي: « په یوه خونه کې د مودي، پوتین او شي جین‌پېنګ یوځای کېدل، په داسې حال کې دي چې د هند او چین ترمنځ د پولې پر سر خبرې لا روانې دي او د مودي او پوتین د دوه‌اړخیزې لیدنې پلان هم شته. دا به وښيي چې د هند او چین د اړیکو وروستۍ تودوخه تر کومه ځایه رسېدلې.  دا وضعیت به هم روښانه کړي چې یوروشیا غواړي د لوېدیځو بنسټونو له تکیې پرته خپل امنیت، سیمه‌ییز اتصال او سوداګري څنګه تنظیموي؟»

شانګهای همکاریو سازمان په ۱۹۹۶ کال کې د یوه امنیتي جوړښت په توګه د «شانګهای پنځه» په نوم رامنځته شو.

چین، روسیه، قزاقستان، قرغېزستان او تاجیکستان د سړې جګړې له پای او د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته د خپلو سرحدي شخړو د حل لپاره دا ډله جوړه کړه.

خو د ۲۰۰۱ کال په جون کې دا ډله په شانګهای همکاریو سازمان بدله شوه او اوزبېکستان هم ورسره یوځای شو. د دې سازمان مرکزي دفتر په بېجېنګ کې دی.

په ۲۰۱۷ کال هند او پاکستان د دې سازمان بشپړ غړي شول. ایران په ۲۰۲۳ کال او بېلاروس په ۲۰۲۴ کال کې د بشپړو غړو په توګه ورسره یوځای شول.

سربېره پر دې، دا سازمان ۱۴ مهم د خبرو اترو شریکان لري چې سعودي عربستان، قطر، مصر، ترکیه، میانمار، سریلانکا او کمبودیا هم په کې شامل دي.

د شانګهای همکاریو سازمان غړي هېوادونه د نړۍ د نفوس شاوخوا ۴۳ سلنه او د نړۍ د اقتصاد ۲۳ سلنه، یانې نږدې څلورمه برخه جوړوي.

شنونکي وايي، که څه هم شانګهای همکاریو سازمان په لومړیو کې د سیمه‌ییز امنیت پر تمرکز رامنځته شوی و، خو اوس یې د فعالیتونو ساحه سوداګرۍ او د نړیوال جنوب نورو موضوعاتو ته هم پراخه شوې ده.

له همدې امله، د شانګهای همکاریو سازمان له نورو نړیوالو جوړښتونو، لکه «بریکس»، څخه په څرګند ډول جلا کول ستونزمن شوي دي.

بریکس د برازیل، روسیې، هند، چین او سوېلي افریقا د بنسټګرو غړو د نومونو له لومړنیو تورو څخه جوړ شوی نوم دی.

د هانګ کانګ پوهنتون د سیاست او عامه ادارې د څانګې استاد الېخاندرو رېیس په دې اړه وايي: « شانګهای همکاریو سازمان په داسې «متوازن کوونکي» جوړښت بدل شوی چې د امریکا په مشرۍ د اسیا ـ پاسفیک له هغه ایتلاف سره مقابله کوي چې موخه یې د چین د نفوذ پراختیا مخنیوی دی.»

د شنونکو په باور، دې سازمان ته باید د داسې یوه فورم په توګه وکتل شي چې په کې د بېلابېلو ګټو لرونکي هېوادونه بدیلې لارې او د سټراټیژیکو پرېکړو لپاره پراخ انتخابونه لري.

شنونکي وايي،  سږ کال د دې سازمان اهمیت ځکه زیات شوی چې د امریکا اوسني سیاستونه، په ځانګړي ډول د ایران په اړه د واشنګټن دریځ او د امریکا د تعرفو او بندیزونو دوام، ښايي هېوادونه دې ته وهڅوي چې له امریکا څخه د واټن ساتلو او بدیلو لارو غوره کولو ته لا ډېره اړتیا احساس کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026
د عمران خان کورنۍ د پاکستان پوځي حکومت پر دېکتاتورانه پالیسیو اعتراض کړی
نړۍ

د عمران خان کورنۍ د پاکستان پوځي حکومت پر دېکتاتورانه پالیسیو اعتراض کړی

اگست 6, 2026

وروستي خبرونه

د امام ابوحنیفه پنځم اووه ورځنی نړیوال نندارتون پای ته ورسېد

د امام ابوحنیفه پنځم اووه ورځنی نړیوال نندارتون پای ته ورسېد

اکتوبر 14, 2026
د حکومت ویاند: لاریونونه مو ځکه بند کړي چې په اسلامي قانون کې ځای نه لري

مجاهد: پاکستاني چارواکي دې د خپلو ناکامیو پټولو لپاره افغانستان نه تورنوي

اکتوبر 13, 2026
د پاکستان مرکزي حکومت خیبرپښتونخوا کې بېړنۍ حالت  اعلان کړ

د پاکستان مرکزي حکومت خیبرپښتونخوا کې بېړنۍ حالت  اعلان کړ

اکتوبر 12, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist