پنټاګون زیاته کړې:« امریکایان افغانستان کې د خپل ماموریت ارزونه کوي،چې په دې کې یو محرم سند هم شامل دی،خو دا سند به له رسنیو پټ وي او په اړه به یې هېڅ ډول وضاحت نه ورکول کېږي.»
خو د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، داسې ښکاري،چې په دې سند کې به د جنګ له پټ رازونو سربیره هغه لګښتونه،چې په تېرو شلو کلونو شوي را څرګند شي،چې ولې د امریکا متحده ایالتو په دې لوی قوت سره د افغانستان حکومت سقوط شو.
دوی وايي، امریکایانو خپل نړیوال باور بایللی او د افغانستان په تړاو به یې هر کار په نړیواله کچه له غندنې سره مخ وي.
د دوی پر وینا، د امریکامتحده ایالت اوس هم د خپلو سیاسي ګټو لپاره کار کوي او هڅه کوي،په نړدیواله کچه خپله ولکه وساتي.
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:« د امریکامتحده ایالت د سیاسي ګټو په درشل کې ده. دا چې د امریکا متحده ایالتو دفاع وزارت په یو مهم سند خبرې کوي، دا د نړیوالو لپاره د ارزښت وړ نه ده.
د طالبانو لپاره هغه بشري جنایت امریکایانو افغانستان کې ترسره کړي، نړیوال ډګر کې امریکا خپل سیاسي ارزښت له لاسه ورکړی. د فرانسې ولسمشر امریکا اروپایانو ته د یو جنګي قدرت په توګه ورپیژني، انګلستان ته یې هم مشوره ورکړه،چې اروپا سره ودریږي نه د امریکا له متحده ایالتو سره ولې اروپا کولای شي،تاسو له ټولو ستونزو وژغوري، له همدې امله د امریکایانو هرعمل د افغانستان پر وړاندې په نړیواله کچه غندل کېږي. نو هېڅ هېواد، نه افغان ولس او نه نړیوالو ته د امریکایانو هر مثبت او منفي عمل د منلو وړ نه ده.»
کارپوهان وايي، د جګړې په ډګر کې د ملکیانو او مخالفینو په مقابل کې د ترسره شویو اجراتو او اقداماتو، په اړه د وضاحت او مالوماتو ورکولو لپاره دغه ډول سندونه سنا او استخباراتي ادارو ته د وضاحت ورکولو لپاره ترتیب کیږي .
دوی وايي، دغه پټ سند د ورک شویو وسلو، افغانستان کې د امریکايي جنرالانو او لوړ پوړو چارواکو د فساد او د بشري او جنګي سرغړونو په تړاو د وضاحت لپاره ترتیب کیږي.