Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امریکا د افغانستان په اړه  د  یو محرم سند پرسر خبرې پیل کوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/20

په‌ داسې حال کې،چې تر راتلونکو دوه اونیو،له افغانستانه د ټولو بهرنیو او امریکایي ځواکونو د وتلو یوکال پوره کېږي، د امریکا متحده ایالتو ولسمشر بایډن دخپلو سرتیرو د اېستلو په پریکړه له سختو نیوکو سره مخ دی او په دې توګه په لویدیځو رسنیو کې له افغانستان څخه دامریکایانو وتل بې شرمانه کار بلل شوی دی.

د تازه د امریکا متحده ایالتو دفاع وزارت( پینټاګان) د افغانستان په تړاو د یو محرم سند د جوړولو خبر ورکړی دی،چې ټول مسایل به یې پټ وي.

پنټاګون زیاته کړې:« امریکایان افغانستان کې د خپل ماموریت ارزونه کوي،چې په دې کې یو محرم سند هم شامل دی،خو دا سند به له رسنیو پټ وي او په اړه به یې هېڅ ډول وضاحت نه ورکول کېږي.» 

خو د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، داسې ښکاري،چې په دې سند کې به د جنګ  له پټ رازونو سربیره هغه لګښتونه،چې په تېرو شلو کلونو شوي را څرګند شي،چې ولې د امریکا متحده ایالتو په دې لوی قوت سره د افغانستان حکومت سقوط شو.

دوی وايي، امریکایانو خپل نړیوال باور بایللی او د افغانستان په تړاو به یې هر کار په نړیواله کچه له غندنې سره مخ وي. 

د دوی پر وینا، د امریکامتحده ایالت اوس هم د خپلو سیاسي ګټو لپاره کار کوي او هڅه کوي،په نړدیواله کچه خپله ولکه وساتي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:«  د امریکامتحده ایالت د سیاسي ګټو په درشل کې ده. دا چې د امریکا متحده ایالتو دفاع وزارت په یو مهم سند خبرې کوي، دا د نړیوالو لپاره د ارزښت وړ نه ده.

د طالبانو لپاره هغه بشري جنایت امریکایانو افغانستان کې ترسره کړي، نړیوال ډګر کې امریکا خپل سیاسي ارزښت له لاسه ورکړی.  د فرانسې ولسمشر امریکا اروپایانو ته د یو جنګي قدرت په توګه ورپیژني، انګلستان ته یې هم مشوره ورکړه،چې اروپا سره  ودریږي نه  د امریکا له متحده ایالتو سره ولې اروپا کولای شي،تاسو له ټولو ستونزو وژغوري، له همدې امله  د امریکایانو هرعمل د افغانستان پر وړاندې په نړیواله کچه غندل کېږي. نو هېڅ هېواد، نه افغان ولس او نه نړیوالو ته د امریکایانو هر مثبت او منفي عمل د منلو وړ نه ده.» 

کارپوهان وايي، د جګړې په ډګر کې د ملکیانو او مخالفینو په مقابل کې د ترسره شویو اجراتو او اقداماتو، په اړه د وضاحت او مالوماتو ورکولو لپاره دغه ډول سندونه سنا او استخباراتي ادارو ته د وضاحت ورکولو لپاره ترتیب کیږي . 

 دوی وايي، دغه پټ سند د ورک شویو وسلو، افغانستان کې د امریکايي جنرالانو او لوړ پوړو چارواکو د فساد  او د بشري او جنګي سرغړونو په تړاو د وضاحت لپاره ترتیب کیږي.

د سیاسي چارو شنونکی کامران امان  وايي:« د امریکا متحده ایالتو اردو په اړه چې کومې څېړنې روانې دي، زما په فکر درې موضوګانې دلته مهمې دي.یو اختلاس او فساد دی،چې د امریکا ځواکونو له خوا شوی دی،بې حده پیسې ورکې شوي دي.

بل وسلې یې د پاکستان په بندر کې ورکې شوي دي، دا موضوع مهمه ده. بل بې ځایه بمبار،تاوترېخوالی، ظلمونه او بشر ضد سرغړونې کړي،غواړي وڅیړي.

خپله امریکایانو ته مالومه ده،چې  د دوی جنرالانو او استخباراتو او سفیرانو څومره فساد کړی دی.» 

کانګرس هم له افغانستانه له وتلو وروسته وړاندیزو وکړ،چې افغانستان کې شل کلن ماموریت وڅېړل شي. 

کارپوهان ټېنګار کوي،چې امریکایان باید افغانستان کې د بشري سرغړونو له امله افغانانو ته د لوی تاوان بیه پرې کړي.

کارپوهان  د افغانستان له اسلامي امارته تمه لري،چې امریکایانو ته بیا د ښکلتیا فرصت  ور نه کړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist