Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې د اوړو ۵۰ کارخونې هره ورځ ۶۵۰۰ ټنه اوړه تولیدوي

بلخ کې د اوړو ۵۰ کارخونې هره ورځ ۶۵۰۰ ټنه اوړه تولیدوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/31

د غنمو اوړه افغانستان کې د خلکو د ورځني ژوند له مهمو اړتیاوو څخه دي او نه شتوالی یې د کورنیو پر دسترخوان د ژوند سختۍ لا ډېرې محسوسوي. 

دا مهال په بلخ کې د اوړو تولیدولو شاوخوا پنځوس کارخونې فعالیت لري چې یوې یې تازه په فعالیت پيل کړی.

د کارخونې مسوول محمد یوسف شهباز وايي: «  په دې کارخونه تر ۲ میلیون ډالرو پورې پانګونه شوې او کولی شي په ۲۴ ساعتونو کې تر ۳۰۰ ټنو اوړه تولید کړي. دلته له ۷۰ تر ۸۰ تنو ځوانان په کار بوخت دي.»

همدارنګه، هېواد کې د اوړو او غلې دانې د اتحادیې مسوولین وایي، بلخ ولایت کې دا مهال د اوړو د تولید ۵۰ لویې او وړې کارخونې فعالې دي چې په ورځني ډول ٦٥٠٠ ټنه اوړه تولیدوي.

د مسوولینو په خبره، دغو کارخونو د کورنیو تولیداتو په برخه کې د خلکو اړتیاوې تر ډېره بریده پوره کړې دي او شاوخوا ٥٧٠٠ کسانو ته یې د کار زمینه هم برابره کړې. 

د افغانستان د اوړو او غلې دانې اتحادیې مسوول محمد یاسین وهاب زاده وايي: « له نېکه مرغه بلخ کې د اوړو د تولید پنځوس کارخونې فعالیت لري چې په ۲۴ ساعتونو کې ۶۵۰۰ ټنه تولید لري او ۵۷۰۰ تنه په کې په کار بوخت دي. له اسلامي امارت غوښتنه کوو چې د برېښنا پوره کولو او د برېښنا د بیې په ټیټولو کې مرسته وکړي.»

بلخي صنعتکاران له حکومتي مسوولینو غواړي چې پر خامو وارداتي موادو لګېدلې مالیه راکمه یا معاف کړي، ترڅو د تولید لګښتونه ټیټ، کورني تولیدات پیاوړي او د بازار په سیالۍ کې د کورنیو تولیدوونکو لپاره لا ښه زمینه برابره شي.

صنعتکار محمد یوسف شهباز وايي: « له حکومت غوښتنه کوو چې زموږ ملاتړ وکړي او د خامو موادو په برخه کې د غنمو د وارداتو په برخه کې معافیت راکړي. دغه راز تمه لرو چې زموږ کلنۍ بررسي هم ودرول شي.»

صنعتکار  هېواد شېرزاد وايي: « زموږ غوښتنه دا ده چې پر وارداتي اوړو ګمرک او مالیه لوړه کړي.»

په ورته مهال، د یادو کارخونو کارګران په دې کارخونو کې د کار زمینه د ځان لپاره د عاید غوره منبع بولي او له مسوولینو غواړي چې د ورته کارخونو د فعالیت او پراختیا ملاتړ وکړي.

د دوی په خبره، هېواد کې د تولیدي کارخونو زیاتېدل کولی شي د ځوانانو او بېروزګاره کسانو لپاره کاري فرصتونه زیات کړي.

کارګر اسدالله وايي: « شاوخوا درې میاشتې کېږي چې دلته کار کوم او ډېر خوښ یم چې خپل وطن کې د کار زمینه راته برابره شوې. زه له سوداګرو غوښتنه کوم چې پانګونه د هېواد په داخل کې وکړي نه په بهر کې، ترڅو زموږ خلکو ته د کار فرصتونه برابر شي.»

کارګر قدرت الله وايي: « زه ډېر خوښ یم او له هغو کسانو مننه کوم چې موږ ته یې د کار زمینه برابره کړې.»

په همدې حال کې د بلخ ځايي چارواکي وایي، تل یې د صنعتکارانو ملاتړ کړی او کورنیو تولیداتو ته د ودې ورکولو په موخه د یو شمېر اقداماتو خبر ورکوي.

مسوولین ډاډ ورکوي چې د کورنیو تولیداتو د ودې په موخه به د ګمرکي تعرفو په برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.

دبلخ صنعت او سوداګرۍرییس، امیر محمد متقي وايي: « پخوا به ډېر بې کیفیته او ټیټ کیفیته توکي راتلل، دلته به ارزانه خرڅېدل او له امله یې زموږ صنعتکارانو رقابت نه شو کولی؛ اوس د هغه مخه نیول شوې ده. په بلخ ولایت کې په ۲۴ ساعتونو کې هېڅ ډول برېښنا نه ځي او موږ هڅه کړې چې دوی ته ارزانه برېښنا ورکړو. د نورو تجارتي ساحو لپاره في کیلواټ برېښنا ۱۸ افغانۍ ده، خو صنعتکارانو ته په ۶ افغانۍ ورکول کېږي.»

که له یوې خوا د اوړو او غلو د پروسېس کارخونو فعالیتونه د پراختیا په حال کې دي، خو له بلې خوا پرله‌پسې اقلیمي بدلونونو او وچکاليو د غلو دانو پر حاصلاتو سیوری غوړوي. د کارپوهانو  په باور، د کرنې مکانیزه کول او د عصري کرنیزو لارو چارو پلي کول کولی شي د حاصلاتو کچې په لوړولو او د وچکالۍ له اغېزو سره د مقابلې په برخه کې مهم رول ولوبوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

د همغږۍ ډلې په دوه ورځنۍ غونډه کې له افغانستان سره پر نړیوالو همکاریو ټینګار شوی

د همغږۍ ډلې په دوه ورځنۍ غونډه کې له افغانستان سره پر نړیوالو همکاریو ټینګار شوی

اکتوبر 22, 2026
د امام ابوحنیفه پنځم اووه ورځنی نړیوال نندارتون پای ته ورسېد

د امام ابوحنیفه پنځم اووه ورځنی نړیوال نندارتون پای ته ورسېد

اکتوبر 14, 2026
د حکومت ویاند: لاریونونه مو ځکه بند کړي چې په اسلامي قانون کې ځای نه لري

مجاهد: پاکستاني چارواکي دې د خپلو ناکامیو پټولو لپاره افغانستان نه تورنوي

اکتوبر 13, 2026
د پاکستان مرکزي حکومت خیبرپښتونخوا کې بېړنۍ حالت  اعلان کړ

د پاکستان مرکزي حکومت خیبرپښتونخوا کې بېړنۍ حالت  اعلان کړ

اکتوبر 12, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist