اخوا د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر پکتیکا او خوست ولایتونو کې د زلزلې له امله پر اوښتو زیانونو خواشیني ښودلې او د اړونده ادارو مسوولینو ته یې امر کړی دی،چې له شته امکاناتو په استفادې دې زلزله ځپلو ته رسېدنه وکړي .
دا په داسې حال کې ده، چې د غبرګولې پر ۳۱مه نېټه د رېښتر پر کچه ۶،۱ درجې زلزلې د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ او شااوخوا سیمو کې له زرو زیات کسان مړه او سلګونه نور یې ژوبل کړل.