د سیاسي چارو کارپوهان وايي،د مقاومت په نوم ډله د سیاسي موخو لپاره له داعش سره نږدې اړیکې او همکاري لري او پر ازبکستان او تاجکستان توغول شویو راکټي بریدونو کې لاس لري.
دوی وايي،د مقاومت ډله په شمال کې له داعش سره تړون لري او دغه ډله د هېواد د ناامنۍ لپاره استخباراتي پروژې پلې کوي.
د دوی په خبره، که د مقاومت په نوم ډله له داعش ډلې سره واقعي همکاري ولري،نو د دغې ډلې ټول فعالیتونه هم ترهګریز دي او باید ولس یې پر وړاندې ودریږي.
د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار وايي:«هر ډول جګړه،که هغه د داعش او یا د مقاومت په نوم ډلې تر سیوري لاندې وي، افغانستان او افغان ملت ته د منلو وړ نه ده. کوم مقاومت،چې په شمال کې له داعش سره ستراټیژیک تړون لري، غواړي، د افغانستان د خلکو امنیت خراب کړي. دا د پردیو پروژو یوه برخه ده.»
خو ځنیې بیا وايي،اوس مخالفتونه د ادعاو تر کچې دي او د مقاومت په نوم ډلې باندې له داعش سره د همکارۍ تور سپیناوي ته اړتیا لري او باید وڅېړل شي.
د سیاسي چارو کارپوه اسدالله ندیم وايي:« یوه خوا ادعا کوي او بله خوا یې ردوي. د دې موضوع د ثابتولو لپاره اړینه ده،چې بېطرفه مرجع د دې په اړه څېړنه وکړي،ترڅو مالوم شي،چې څه سم دي او څه هم ناسم. تر اوسه داسې یوه زمینه نه ده برابره شوې او ویلی شو،چې یوه تبلیغاتي ککړتیا ده.»
څو ورځې وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري په ځانګړو عملیاتو کې د کندز په امام صیب ولسوالۍ کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش یومرکز په نښه شو،چې ځینې غړي یې په کې ووژل شول او ځینې یې هم ژوندي ونیول شول.
نیول شو کسانو اعتراف کړی دی، چې د مقاومت په نوم ډلې سره په همکارۍ یې پر ګاوندي ازبکستان او تاجکستان راکټي بریدونه کړي دي.
خو د مقاومت په نوم ډلې ته منسوب ویاند صبغت الله احمدي پر خپلې فیسبوک پاڼې له داعش سره د دغې ډلې هر ډول اړیکې رد کړي دي.