Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: په شمال  کې د مقاومت په نوم ډله له داعش سره تړون لري

admin by admin
2022/07/19

د سیاسي چارو کارپوهان وايي،د مقاومت په نوم ډله  د سیاسي موخو لپاره له داعش سره نږدې اړیکې او همکاري لري او پر ازبکستان او تاجکستان  توغول شویو راکټي بریدونو کې لاس لري. 

دوی وايي،د مقاومت ډله په شمال کې له داعش سره تړون لري او دغه ډله د هېواد د ناامنۍ لپاره استخباراتي پروژې پلې کوي. 

د دوی په خبره، که د مقاومت په نوم ډله له داعش ډلې سره واقعي همکاري ولري،نو د دغې ډلې ټول فعالیتونه هم ترهګریز دي او باید ولس یې پر وړاندې ودریږي.

د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار وايي:«هر ډول جګړه،که هغه  د داعش او یا د  مقاومت په نوم ډلې تر سیوري لاندې وي، افغانستان او افغان ملت ته د منلو وړ نه ده. کوم مقاومت،چې په شمال کې له داعش سره ستراټیژیک تړون لري، غواړي، د افغانستان د خلکو امنیت خراب کړي. دا د پردیو پروژو یوه برخه ده.»

خو ځنیې بیا وايي،اوس مخالفتونه د ادعاو تر کچې دي او د مقاومت په نوم ډلې باندې له داعش سره د همکارۍ تور سپیناوي ته اړتیا لري او باید وڅېړل شي. 

د سیاسي چارو کارپوه اسدالله ندیم وايي:« یوه خوا ادعا کوي او بله خوا یې ردوي. د دې موضوع د ثابتولو لپاره اړینه ده،چې بېطرفه مرجع د دې په اړه څېړنه وکړي،ترڅو مالوم شي،چې څه سم دي او څه هم ناسم. تر اوسه داسې یوه زمینه نه ده برابره شوې او ویلی شو،چې یوه تبلیغاتي ککړتیا ده.» 

څو ورځې وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري په ځانګړو عملیاتو کې د کندز په امام صیب ولسوالۍ کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش یومرکز په نښه شو،چې ځینې غړي یې په کې ووژل شول او ځینې یې هم ژوندي ونیول شول.

نیول شو کسانو اعتراف کړی  دی، چې د مقاومت په نوم ډلې سره په همکارۍ یې پر ګاوندي ازبکستان او تاجکستان راکټي بریدونه کړي دي. 

خو  د مقاومت په نوم ډلې ته منسوب ویاند صبغت الله احمدي پر خپلې فیسبوک پاڼې له داعش سره د دغې ډلې هر ډول اړیکې رد کړي دي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist