Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/30

ملګري ملتونه هر کال د اګسټ ۲۹ مه د  د  اټومي وسلو د ازموینې پر وړاندې مبارزې نړیوالې  ورځې په توګه نمانځي.

دې سازمان په خپله ۶۴ عمومي ناسته کې چې د ۲۰۰۹ زېږدیز کال د ډسمبر په دویمه ترسره شوه، د ۶۴/۳۵ پرېکړه لیک پر بنسټ د دې ورځې له نمانځنې موخه د خوندي نړۍ رامنځته کول او د اټومي وسلو د ازموینې د  خطرونو په اړه  په نړیواله کچه د خلکو پوهاوی لوړول وبلل.

د یاد سازمان سرمنشي د دې ورځې په مناسبت په خپل تازه پیغام کې د اټومي وسلې لرونکو هېوادونو  ازموینې د هغو خلکو او ټولنو سره د خیانت په مانا بللې دي چې د دې ډول  اقداماتو قرباني شوي.

د ملګرو ملتونو سر منشي انتونیو ګوتېریش ویلي: « د اټومي وسلو ازموینه پیاوړتیا نه ثابتوي، باور زیانمنوي او ځوابي ازموینو ته لاره پرانیزي. د اټومي وسلو  د ازموینو سیالي زیاتوي او هرې هغې ټولنې سره خیانت دی چې لا هم د اټومي وسلو د ناوړه میراث سره ژوند کوي.»

امریکا د ۱۹۴۵ زېږدیز کال د جولای په ۱۶ مه،  د اټومي وسلو لومړۍ ازموینه ترسره کړه چې د دې هېواد نیومکسیکو ایالت کې الموګوردو ښار ته څېرمه په یوه دښته کې وشوه.

له هغې وروسته امریکا یوځل بیا  د همدې کال اګسټ په ۶ مه د جاپان په هیروشیما او ناګاساکي سیمو  اټومي بمونه وغورځول چې د جاپان په تاریخ کې تر ټولو خونړۍ او زړه بوږنوونکې پېښې ګڼل کېږي. 

د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر بنسټ، د ۱۹۴۵ کال له جولای راهیسې تر دې دمه له ۲ زره زیاتې د اټومي وسلو ازموینې شوې دي چې په پراخه توګه یې ژوند ګواښوونکي خطرونه رامنځته کړي.

افغانستان هم  له اټومي وسلو سره د مبارزې پرېکړه لیک په ۲۰۰۳ زېږدیز کال لاسلیک کړی چې که څه هم په مستقیمه توګه پر افغان خاوره  اټومي وسلې نه دي کارول شوې او نه یې ازموینه شوې؛ خو هغه کیمیاوي وسلې چې د لسیزو راهیسې د څو زبرځواکو د یرغلونو پر مهال کارېدلې دي، لاهم  د افغانانو پر ژوند مستقیم اغېز لري.

ډاکټران وايي،کیمیاوي وسلې انسانانو ته د ژوند ګواښونکو خطرونو په توګه، له اټومي وسلو کمې نه دي.  د دوی په خبره، کیمیاوې وسلې د انسانانو تنفسي سیسټم  زیانمنوي، د سترګو او پوستکي ناروغۍ رامنځته کوي او دغه راز  شدید مسمومیت او  چاپېریالي ککړتیا ورسره ایجادېږي چې په اوږدمهاله کې پر ګڼو ناروغیو د اخته سبب کېږي.

د  داخله ناروغیو متخصص کمین صافی وايي: « د کیمیاوي وسلو کارول نه یوازې د بشریت په زیان دي بلکې پر چاپېریال هم خورا ناوړه اغېز لري. په کوم چاپېریال کې چې له کیمیاوي وسلو څخه کار واخستل شي، د هغه چاپېریال وګړي ډېر کله له عصبي اختلالاتو سره مخ کېږي، د سترګو او پوستکي خطرناکې ناروغۍ ورته پیدا کېږي او سؤشکل ماشومان نړۍ ته راځي.»

اوسمهال امریکا، روسیه، چین، فرانسه، بریټانیا، هند، پاکستان، اسراییل او شمالي کوریا هغه هېوادونه دي چې اټومي وسلې لري او ځینې وخت د نویو اټومي وسلو له جوړولو وروسته، هغه ازمایيي چې ملګري ملتونه یې ناوړه اغېزې ټولو ته مشتملې بولي.   

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026
د عمران خان کورنۍ د پاکستان پوځي حکومت پر دېکتاتورانه پالیسیو اعتراض کړی
نړۍ

د عمران خان کورنۍ د پاکستان پوځي حکومت پر دېکتاتورانه پالیسیو اعتراض کړی

اگست 6, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان او ترکیې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی

افغانستان او ترکیې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی

سپتمبر 1, 2026
ملګري ملتونه: اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو له کمښت سره مخ یو

ملګري ملتونه: اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو له کمښت سره مخ یو

سپتمبر 1, 2026
سکاټ مېلر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر ایستلو ناخوښ وم

سکاټ مېلر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر ایستلو ناخوښ وم

سپتمبر 1, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
د کانګرېس غړي: له افغانستانه د ځواکونو ایستل د امریکا په تاریخ کې شرموونکې پېښه وه

د امریکا پوځي حضور پای ته رسېدو پنمځه کالیزه؛ اسلامي امارت یې بريمنه ورځ ګڼي

سپتمبر 1, 2026
د ننګرهار صنعتکاران تولیدي کارخونو ته د غځېدلي سړک جوړېدو غوښتنه کوي

د ننګرهار صنعتکاران تولیدي کارخونو ته د غځېدلي سړک جوړېدو غوښتنه کوي

اگست 31, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist