د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتو مخکیني ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد د ګولډمن سکس په نوم مالي خدماتو کمپنی سره په یوه بحث کې ویلي،د افغانستان اوسني حکومت ناکامیدل، یې په ګټه نه دي،خو د رسمیت پیژندلو طرحه هم د سپینې ماڼۍ پر میز نشته دی.
خلیل زاد ویلي، د امریکا متحده ایالتو لا پریکړه نه ده کړې،چې کابل کې ډیپلوماتیک حضور پیل کړي او که د افغانستان اسلامي امارت د بشر حقونو او ټولشموله حکومت په موضوع کې لا منزو کړي.
خلیل زاد زیاته کړې:« موږ تر اوسه پورې پریکړه نه ده کړې،چې له طالبانو سره څه وکړو؟ آیا په رسمیت یې وپیژنو او که منزوي یې کړو، ترڅو د ښځو او بشر حقونو او ټولشموله حکومت په اړه سم کارونه وکړي. دا یوه ستونزه ده،چې لا هم پر ځای پاتې ده. که څه هم تعامل شته دی،خو په کابل کې د سفارت حضور او د طالبانو په رسمیت پیژندل د امریکا متحده ایالتو پر میز نه شته دي.»
له دې سره د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني خوست کې یوې ولسي غونډې ته ویلي، د امریکامتحده ایالت افغانستان او افغانستان د امریکا متحده ایالتو ته اړتیا لري، نو اوسنی افغان حکومت دې پر رسمیت وپیژندل شي.
حقاني د امریکا پر متحده ایالتو نیوکې کړي،چې له هېڅ دلیل پرته یې د افغانانو مالي سرچینې کنګل کړي دي.
زلمی خلیلزاد بیا د امریکا متحده ایالتو او د افغانستان اسلامي امارت ترمنځ د دوحې خبرې ناتمامې بولي او زیاتوي،د ترهګرو پر ځاله د افغانستان نه بدلیدو لپاره اړتیا ده،چې د دوحې خبرې دوام پیدا کړي،خو دا ځل له طالبانو سره سترې چنې نه شي وهلی.
هغه زیاتوي:«د افغانستان ناکامي زموږ پر ګټه نه ده،ځکه ښایي افغانستان د ترهګرو په ځاله بدل شي. د دوحې خبرې لا هم پای ته نه دي رسیدلي،ځینې برخې موږ عملي کړي او ځینې برخې بیا طالبانو عملي کړي دي. زه وایم،چې له طالبانو سره باید خبرې بیا پیل شي،خو امریکا ته به اوس دا خبرې ستونزمنې وې،تر څو لویې چنې ورسره ووښي.»
سراج الدین حقاني د اسلامي امارت د نورو مشرانو په څېر یو ځل بیا ټینګار کړی دی،چې د افغانستان له خاورې به هېڅ یوه هېواد ته ګواښ نه پیښیږي او زیاتوي،چې د دې ژمنې عملي کولو ښه بیلګه کابل څخه د امریکایانو ۱۵ ورځنۍ خوندي تخلیه وه.
خلیل زاد ویلي،افغانستان کې د ترهګرۍ ختمول او د افغانانو د ژوند پر څرنګوالي کې مثبت بدلون د دوی د شلن کلن حضور دوه لویې لاسته راوړنې دي،خو منلې یې ده چې په نهایت کې ناکام شوي دي.