Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیلزاد د سولې خبرو لپاره نن اسلام اباد ته ځي

خلیل زاد: امریکا د ا.ا.ا رسمیت پیژندلو کې دوه لاره کې پاتې ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/18

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتو مخکیني ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد د ګولډمن سکس په نوم مالي خدماتو کمپنی سره په یوه بحث کې ویلي،د افغانستان اوسني حکومت ناکامیدل، یې په ګټه نه دي،خو د رسمیت پیژندلو  طرحه هم د سپینې ماڼۍ پر میز نشته دی.

خلیل زاد ویلي، د امریکا متحده ایالتو لا  پریکړه نه ده کړې،چې کابل کې ډیپلوماتیک حضور پیل کړي او که  د افغانستان اسلامي امارت د بشر حقونو او ټولشموله حکومت په موضوع کې لا منزو کړي.

خلیل زاد زیاته کړې:« موږ تر اوسه پورې پریکړه نه ده کړې،چې له طالبانو سره څه وکړو؟ آیا په رسمیت یې وپیژنو او که منزوي یې کړو، ترڅو د ښځو او بشر حقونو او ټولشموله حکومت په اړه سم کارونه وکړي. دا یوه ستونزه ده،چې لا هم پر ځای پاتې ده. که څه هم تعامل شته  دی،خو په کابل کې د سفارت حضور او د طالبانو په رسمیت پیژندل د امریکا متحده ایالتو پر میز نه شته دي.» 

له دې سره د  افغانستان اسلامي امارت  د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني خوست کې یوې ولسي غونډې ته ویلي، د امریکامتحده ایالت افغانستان او افغانستان د امریکا متحده ایالتو ته اړتیا لري، نو اوسنی افغان حکومت دې پر رسمیت وپیژندل شي.

حقاني د امریکا پر متحده ایالتو نیوکې کړي،چې له هېڅ دلیل پرته یې د افغانانو مالي سرچینې کنګل کړي دي.

زلمی خلیلزاد بیا د امریکا متحده ایالتو او د افغانستان اسلامي امارت ترمنځ د دوحې خبرې ناتمامې بولي او زیاتوي،د ترهګرو پر ځاله د افغانستان نه بدلیدو لپاره اړتیا ده،چې د دوحې خبرې دوام پیدا کړي،خو دا ځل له طالبانو سره سترې چنې نه شي وهلی.

هغه زیاتوي:«د افغانستان ناکامي زموږ پر ګټه نه ده،ځکه ښایي افغانستان د ترهګرو په ځاله بدل شي. د دوحې خبرې لا هم پای ته نه دي رسیدلي،ځینې برخې موږ عملي کړي او ځینې برخې بیا طالبانو عملي کړي دي. زه وایم،چې له طالبانو سره باید خبرې بیا پیل شي،خو امریکا ته به اوس دا خبرې ستونزمنې وې،تر څو لویې چنې ورسره ووښي.»

سراج الدین حقاني د اسلامي امارت د نورو مشرانو په څېر یو ځل بیا ټینګار کړی   دی،چې د افغانستان له خاورې به هېڅ یوه هېواد ته ګواښ نه پیښیږي او زیاتوي،چې د دې ژمنې عملي کولو ښه بیلګه کابل څخه د امریکایانو  ۱۵ ورځنۍ خوندي تخلیه وه.

خلیل زاد ویلي،افغانستان کې د ترهګرۍ ختمول او د افغانانو د ژوند پر څرنګوالي کې مثبت بدلون د دوی د شلن کلن حضور دوه لویې لاسته راوړنې دي،خو منلې یې ده چې په نهایت کې ناکام شوي دي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist