Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/30

که څه هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مرګونو نښتو او بمباریو لړۍ تم شوې ده، خو د کابل او اسلام اباد اړیکې لا هم کړکېچنې دي، سوداګریزې او ټرانزیټې لارې لا هم تړلې دي.

د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر، د امریکا او ایران ترمنځ د سولې لپاره د اسلام اباد هڅې ستایلې دي، خو له حکومته یې غوښتي چې له ګاونډیو او په تېره بیا له افغانستان سره د ترینګلو اړیکو د ښه کولو لپاره هم له ډېپلوماټیکو لارو کار واخلي او جدي سیاست غوره کړي.  

اېمل ولي خان دغه راز ویلي، د سوداګریزو لارو له تړل کېدو سره زرګونه کسان بېکاره  شوي او د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې وزګاره او نهیلي ځوانان د لږو پیسو په بدل کې وسله ‌والو ډلو او شخصي ملېشو ته جذبېږي.

ولي خان زیاته کړ ې: « د دواړو  هېوادونو اړیکې له ډېر خراب وضعیت سره مخ دي او فرضي کرښه کې د لارو  تړل کېدو او د سوداګرۍ د اغېزمنېدو له امله زرګونه کسان بې ‌روزګاره شوي دي. خبرې اترې او سیاسي لارې تلپاتې سولې ته د رسېدو یوازینۍ لار ده، له حکومت څخه هم غواړو چې له ګاونډیو هېوادونو سره د پاکستان ترینګلې اړیکې په ورته جدیت او ډېپلوماټیک چلن مدیریت کړي. په ځانګړي ډول له افغانستان سره اوسني روابط ډېر د اندېښنې وړ دي.»

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې په وروستیو میاشتو کې د امنیتي کړکېچونو او اختلافاتو له امله ترینګلې شوې دي.

د سیاسي او پوځي چارو کارپوهان وایي، اسلام اباد باید له کابل سره خپلې ستونزې او کشالې د خبرو او ډېپلوماسۍ له لاري حل کړي. دوی د فشار سیاست د پاکستان په زیان بولي.

د پوځي چارو کارپوه، اختر محمد راسخ وايي: «پاکستان باید د افغانستان په اړه خپله پالیسي بدله کړي، د ښه ګاونډیتوب او اسلامي اصولو له مخې چلن وکړي، ترڅو شته ستونزې هوارې شي.»

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند تېره ورځ له اسلامي امارت سره د حکومتونو په کچه خبرو ته د خپل هېواد د چمتوالي خبر ورکړی و.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، اسلامي امارت له هېڅ هېواد او په ځانګړي ډول له پاکستان سره، د ترینګلتیا دوام نه‌ غواړي او هڅه کوي د دواړو هېوادونو اړیکې بېرته عادي حالت ته وګرځي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: « افغانستان خپله هڅه کړې. موږ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړو، خو له پاکستان سره بیا ډېرې ښې اړیکې غواړو؛ ځکه زموږ ترمنځ مشترکات ډېر زیات دي، خو له بده مرغه موږ له یو طرفه له ستونزو سره مخ یو، افغانستان د ستونزو جوړولو طرفدار نه دی. په پاکستان کې د حاکمې نظامي حلقې د پرېکړې له مخې، پر افغانستان برید وشو، زموږ حریم نقض شو، ملکي خلکو ته زیان ورسېد او فضا خړه پړه شوه.»

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر، مولانا فضل‌الرحمن هم له خپل حکومت غوښتي وو چې د افغانستان په اړه پر خپلې پالیسۍ بیا کتنه وکړي.

د پاکستان دا تور چې د افغانستان خاوره د دې هېواد پر ضد کارول کېږي او د اسلامي امارت هغه څرګندونې چې پاکستان د افغانستان د مخالفینو ملاتړ کوي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د روان تاوتریخوالي له مهمو لاملونو بلل کیږي، خو لا هم څرګنده نه ده چې دا تاوتریخوالی به تر کومه دوام وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist