که څه هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مرګونو نښتو او بمباریو لړۍ تم شوې ده، خو د کابل او اسلام اباد اړیکې لا هم کړکېچنې دي، سوداګریزې او ټرانزیټې لارې لا هم تړلې دي.
د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر، د امریکا او ایران ترمنځ د سولې لپاره د اسلام اباد هڅې ستایلې دي، خو له حکومته یې غوښتي چې له ګاونډیو او په تېره بیا له افغانستان سره د ترینګلو اړیکو د ښه کولو لپاره هم له ډېپلوماټیکو لارو کار واخلي او جدي سیاست غوره کړي.
اېمل ولي خان دغه راز ویلي، د سوداګریزو لارو له تړل کېدو سره زرګونه کسان بېکاره شوي او د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې وزګاره او نهیلي ځوانان د لږو پیسو په بدل کې وسله والو ډلو او شخصي ملېشو ته جذبېږي.
ولي خان زیاته کړ ې: « د دواړو هېوادونو اړیکې له ډېر خراب وضعیت سره مخ دي او فرضي کرښه کې د لارو تړل کېدو او د سوداګرۍ د اغېزمنېدو له امله زرګونه کسان بې روزګاره شوي دي. خبرې اترې او سیاسي لارې تلپاتې سولې ته د رسېدو یوازینۍ لار ده، له حکومت څخه هم غواړو چې له ګاونډیو هېوادونو سره د پاکستان ترینګلې اړیکې په ورته جدیت او ډېپلوماټیک چلن مدیریت کړي. په ځانګړي ډول له افغانستان سره اوسني روابط ډېر د اندېښنې وړ دي.»
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې په وروستیو میاشتو کې د امنیتي کړکېچونو او اختلافاتو له امله ترینګلې شوې دي.
د سیاسي او پوځي چارو کارپوهان وایي، اسلام اباد باید له کابل سره خپلې ستونزې او کشالې د خبرو او ډېپلوماسۍ له لاري حل کړي. دوی د فشار سیاست د پاکستان په زیان بولي.
د پوځي چارو کارپوه، اختر محمد راسخ وايي: «پاکستان باید د افغانستان په اړه خپله پالیسي بدله کړي، د ښه ګاونډیتوب او اسلامي اصولو له مخې چلن وکړي، ترڅو شته ستونزې هوارې شي.»
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند تېره ورځ له اسلامي امارت سره د حکومتونو په کچه خبرو ته د خپل هېواد د چمتوالي خبر ورکړی و.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، اسلامي امارت له هېڅ هېواد او په ځانګړي ډول له پاکستان سره، د ترینګلتیا دوام نه غواړي او هڅه کوي د دواړو هېوادونو اړیکې بېرته عادي حالت ته وګرځي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: « افغانستان خپله هڅه کړې. موږ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړو، خو له پاکستان سره بیا ډېرې ښې اړیکې غواړو؛ ځکه زموږ ترمنځ مشترکات ډېر زیات دي، خو له بده مرغه موږ له یو طرفه له ستونزو سره مخ یو، افغانستان د ستونزو جوړولو طرفدار نه دی. په پاکستان کې د حاکمې نظامي حلقې د پرېکړې له مخې، پر افغانستان برید وشو، زموږ حریم نقض شو، ملکي خلکو ته زیان ورسېد او فضا خړه پړه شوه.»
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر، مولانا فضلالرحمن هم له خپل حکومت غوښتي وو چې د افغانستان په اړه پر خپلې پالیسۍ بیا کتنه وکړي.
د پاکستان دا تور چې د افغانستان خاوره د دې هېواد پر ضد کارول کېږي او د اسلامي امارت هغه څرګندونې چې پاکستان د افغانستان د مخالفینو ملاتړ کوي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د روان تاوتریخوالي له مهمو لاملونو بلل کیږي، خو لا هم څرګنده نه ده چې دا تاوتریخوالی به تر کومه دوام وکړي.