Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پکتیا پوهنې ریاست مسوولین: ښوونځيو کې د ښوونکو له کمښت سره مخ یو 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/18

په سویل کې د پکتیا ولایت پوهنې ریاست مرستیال حبیب الله عمریار وایي،ښوونځیو کې ۲۵۰۰ ښوونکو ته اړتیا لري او دغه تشه یې د اړتیا له مخې تر ډېره په افتخاري ښوونکو ډکه کړې ده

عمریار وایي،وزارت ورسره د ښوونکو د تشکیل زیاتوالي ژمنه کړې او دا مهال یې ۵۰۰ بستونه چې ښوونکي او نور کارکوونکي په کې شامل دي، اعلان ته سپارلي.

عمر زیاته  کړه:« ۲ زره ا و ۵۰۰  ښوونکو ته اړتیا لرو، بلکې جدي اړتیا لرو. دا موږ ته د وزارت له لوري منظور شي او اوس مو ۵۰۵ بستونه اعلان ته ورکړي،چې د ښوونکو او نورو کارکوونکو دي.» 

ښوونځیو کې د ښوونکو د کموالي تر څنګ د کتابونو نه موجودیت د زده کړو بهیر ټکنی کړی او زده کوونکي وایي، کتابونه دې ورکړل شي او بازارونو کې  یې د اخېستلو توان نه لري .

د ښوونځي یو تن زده کوونکی وايي:« موږ له اول ټوولګي تر ۱۲ ټوولګي، هیڅ ډول کتابونه نه لرو. د ښوونکو کموالي سره هم مخ یو. موږ په ټوولګي کې۴۰  کسان یو،چې دوه یا درې کسان یې کتابونه لري.» 

د ښوونځي یو بل زده کوونکی بیا وايي:«موږ غواړو،چې  راسره د کتابونو مرسته وشي،د خلکو اقتصادي وضعیت بیخي خراب دی. کتابونه بیخي کم دي او کوم چې شته  دي،بیخي زاړه دي او د لوستلو نه دي.» 

خو د پوهنې ریاست مرستیال حبیب الله عمریار بیا وایي، وزارت ورسره د کتابونو د لیږلو ژمنه کړې او له ښوونځیو یې اضافي کتابونه را ټول کړي،ترڅو هغو ښوونځیو کې زده کوونکو ته ورکړل شي،چې هېڅ کتابونه نه لري. 

عمریار زیاته کړه:« موږ له وزارت سره دا ستونزه شریکه کړې او هغوی یې د هواري ډاډ راکړی دی. انشاالله دا ستونزه به حل شي او بل دا،چې موږ له ښوونځیو اضافي کتابونه را ټول کړي او په هغو ښوونځیو کې یې زده کوونکو ته ورکوو،چې هېڅ کتابونه نه لري.»

د ښوونکو او کتابونو د کموالي تر څنګ پکتیا کې شااوخوا ۶۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي  یې له سرپنا پرته زده کړې کوي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist