که څه هم د شانګهای همکاریو سازمان د افغانستان روان وضعیت د خپلې تازه غونډې د اجنډا مهمه برخه بولي، خو افغانستان ته یې بیا هم د ګډون بلنه نه ده ورکړې.
ټاکل شوې دا سرمشریزه د دوشنبې په ورځ د قرغېزستان په پلازمینه بېشکېک کې جوړه شي. وېل کیږي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به هم په کې ګډون ولري.
د شانګهای همکاریو سازمان چارواکي وايي، د غړیو هېوادونو مشران به بېشکېک ته له رسېدو سره سم، د سیاسي، امنیتي او اقتصادي مسایلو ترڅنګ، په وروستیو سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو هم خبرې وکړي.
د دې سازمان له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: « د افغانستان امنیتي وضعیت، له پولې هاخوا وسلهوال فعالیتونه، سوداګري او سیمهییز اتصال، د غونډې اصلي موضوعات دي. افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت له امله د شانګهای سازمان د غړیو هېوادونو لپاره ځانګړی اهمیت لري. شانګهای سازمان په وروستیو کلونو کې پر سیمهییز امنیت، له ترهګرۍ سره پر مبارزې، اقتصادي همکاریو او سیمهییز اتصال خپل تمرکز زیات کړی.»
په دې سرمشریزه کې به د سازمان د لسو غړیو هېوادونو مشران ګډون وکړي. په دغو هېوادونو کې روسیه، بېلاروس، چین، هند، ایران، قزاقستان، قرغېزستان، پاکستان، تاجیکستان او ازوبېکستان شامل دي.
د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین مرستیال یوري اوشاکوف ویلي، د روسیې ولسمشر به د اګست له ۳۱مې څخه د سپټمبر تر لومړۍ نېټې پورې قرغېزستان ته سفر وکړي او د شانګهای همکاریو سازمان د دولتونو د مشرانو شورا په غونډه کې به ګډون وکړي.
شنونکي د شانګهای همکاریو سازمان سږنۍ سرمشریزه خورا مهمه بولي او لامل یې هم په سیمه کې د شخړو او کړکیچونو رامنځته کېدل ښودل شوي.
دوی وايي، د افغانستان د استازو په نه موجودیت کې د افغانستان په تړاو بحث د ناکامه تجربو تکرار دی.
د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي: « د شانګهای همکاریو سازمان غواړي د افغانستان سیاسي او اقتصادي وضعیت په اړه خبرې وکړي، حال دا چې د افغانستان له ادرس څخه هېڅوک دې غونډې ته نه دي بلل شوي. دا دغو هېوادونو دوه مخې لوبه ښيي چې له افغانستان، د افغانستان له جغرافیا او اوسني حکومت سره یې پرمخ وړي.»
په راتلونکې سرمشریزه کې د افغانستان نه ګډون په داسې وخت کې دی چې د اوسني چارواکي له ګاونډیو هېوادونو او سیمهییزو سازمانونو سره د لا زیاتو ډېپلوماټیکو اړیکو جوړولو هڅې کوي.
که څه هم کابل په مستقیم ډول په دې غونډه کې استازیتوب نه لري، خو بیا هم افغانستان د دې سازمان د غړیو هېوادونو لپاره یوه مهمه موضوع ګڼل کېږي.
د حیرانتیا خبره دا هم ده چې اکثریت دا هېوادونه له افغانستان سره دوه اړخیزې اړیکې پالي، خو په یاد سازمان کې د افغانستان د بشپړ غړیتوب او یا لږ تر لږه په دې ډول غونډو کې د وربللو لپاره ملاتړ نه کوي.
دغه سازمان افغانستان او منګولیا د څارونکو هېوادونو په توګه مني، په داسې حال کې چې ۱۵ نور هېوادونه د خبرو اترو د شریکانو حیثیت لري.
تمه ده چې د ملګرو ملتونو، د یوروشیا اقتصادي ټولنې، د ډله ییز امنیتي تړون سازمان او د خپلواکو هېوادونو د ګډو ګټو ټولنې استازي هم په دې غونډه کې حضور ولري.