Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شانګهای همکاریو سازمان یوځل بیا د افغانستان له ګډون پرته، غونډه جوړوي

شانګهای همکاریو سازمان یوځل بیا د افغانستان له ګډون پرته، غونډه جوړوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/30

که څه هم د شانګهای همکاریو سازمان د افغانستان روان وضعیت د خپلې تازه غونډې د اجنډا مهمه برخه بولي، خو افغانستان ته یې بیا هم د ګډون بلنه نه ده ورکړې.

ټاکل شوې دا سرمشریزه د دوشنبې په ورځ د قرغېزستان په پلازمینه بېشکېک کې جوړه شي. وېل کیږي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به هم  په کې ګډون ولري.

د شانګهای همکاریو سازمان چارواکي وايي، د غړیو هېوادونو مشران به بېشکېک ته له رسېدو سره سم، د سیاسي، امنیتي او اقتصادي مسایلو ترڅنګ، په وروستیو سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو هم خبرې وکړي.

د دې سازمان له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: « د افغانستان امنیتي وضعیت، له پولې هاخوا وسله‌وال فعالیتونه، سوداګري او سیمه‌ییز اتصال، د غونډې اصلي موضوعات دي. افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت له امله د شانګهای سازمان د غړیو هېوادونو لپاره ځانګړی اهمیت لري.  شانګهای سازمان په وروستیو کلونو کې پر سیمه‌ییز امنیت، له ترهګرۍ سره پر مبارزې، اقتصادي همکاریو او سیمه‌ییز اتصال خپل تمرکز زیات کړی.»

په دې سرمشریزه کې به د سازمان د لسو غړیو هېوادونو مشران ګډون وکړي. په دغو هېوادونو کې روسیه، بېلاروس، چین، هند، ایران، قزاقستان، قرغېزستان، پاکستان، تاجیکستان او ازوبېکستان شامل دي.

د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین مرستیال یوري اوشاکوف ویلي، د روسیې ولسمشر به د اګست له ۳۱مې څخه د سپټمبر تر لومړۍ نېټې پورې قرغېزستان ته سفر وکړي او د شانګهای همکاریو سازمان د دولتونو د مشرانو شورا په غونډه کې به ګډون وکړي.

شنونکي د شانګهای همکاریو سازمان سږنۍ سرمشریزه خورا مهمه بولي او لامل یې هم په سیمه کې د شخړو او کړکیچونو رامنځته کېدل ښودل شوي.

دوی وايي، د افغانستان د استازو په نه موجودیت کې د افغانستان په تړاو بحث د ناکامه تجربو تکرار دی.

د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي: « د شانګهای همکاریو سازمان غواړي د افغانستان سیاسي او اقتصادي وضعیت په اړه خبرې وکړي، حال دا چې د افغانستان له ادرس څخه هېڅوک دې غونډې ته نه دي بلل شوي. دا دغو هېوادونو دوه مخې لوبه ښيي چې له افغانستان، د افغانستان له جغرافیا او اوسني حکومت سره یې پرمخ وړي.»

په راتلونکې سرمشریزه کې د افغانستان نه ګډون په داسې وخت کې دی چې د اوسني چارواکي له ګاونډیو هېوادونو او سیمه‌ییزو سازمانونو سره د لا زیاتو ډېپلوماټیکو اړیکو جوړولو هڅې کوي.

که څه هم کابل په مستقیم ډول په دې غونډه کې استازیتوب نه لري، خو بیا هم افغانستان د دې سازمان د غړیو هېوادونو لپاره یوه مهمه موضوع ګڼل کېږي.

د حیرانتیا خبره دا هم ده چې اکثریت دا هېوادونه له افغانستان سره دوه اړخیزې اړیکې پالي، خو په یاد سازمان کې د افغانستان د بشپړ غړیتوب او یا لږ تر لږه په دې ډول غونډو کې د وربللو لپاره ملاتړ نه کوي.

دغه سازمان افغانستان او منګولیا د څارونکو هېوادونو په توګه مني، په داسې حال کې چې ۱۵ نور هېوادونه د خبرو اترو د شریکانو حیثیت لري.

تمه ده چې د ملګرو ملتونو، د یوروشیا اقتصادي ټولنې، د ډله ییز امنیتي تړون سازمان او د خپلواکو هېوادونو د ګډو ګټو ټولنې استازي هم په دې غونډه کې حضور ولري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist