د افغانستان، سیمې او نړۍ تودې اړیکې؛ د اوزبېکستان ولسمشر وایي، هېواد به یې د ګاونډي افغانستان په اړه خپلې رغنده او متوازنې تګلارې ته دوام ورکړي.
شوکت میرضیایف د اوزبېکستان د خپلواکۍ ۳۵مې کلیزې په مراسمو کې ویلي، تاشکند د افغانستان په اړه د متوازن او څو اړخیز بهرني سیاست پر مخ وړلو ته ژمن دی.
هغه زیاته کړې، اوزبېکستان به د ۲۰۲۷ او ۲۰۲۹ کلونو ترمنځ د لومړي ځل لپاره د خپلواکو هېوادونو د غورځنګ مشري هم پر غاړه واخلي.
میرضیایف دغه راز ویلي: « موږ له افغانستان سره خپلې عادي او رغنده اړیکې دوامداره ساتو؛ زه ویلی شم چې د افغانستان او ازبیکستان اړیکې ډېرې مهمې دي او موږ هم د افغانستان په اړه د خپلې متوازنې او څو اړخیزې بهرنۍ تګلارې پر دوام ټینګار کړی.»
بل پلو، د ایران ولسمشر د دې هېواد له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، د ایران اسلامي جمهوریت هڅه کوي د سیمې له هېوادونو لکه افغانستان، پاکستان، سعودي عربستان، ترکیې، متحده عربي امارات، قطر، عمان او مصر سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي.
مسعود پزشکیان زیاته کړې، د سیمې هېوادونه باید د ترینګلتیاوو کمولو او پر اسلامي هېوادونو د اسراییل د بریدونو مخنیوي لپاره له یو بل سره همکاري وکړي.
پزشکیان زیاته کړې: « له پاکستان، افغانستان، سعودي عربستان، ترکیې، متحده عربي اماراتو، قطر، عمان، مصر، اذربایجان، ترکمنستان سره ښې اړیکې غواړو، موږ کولی شو له یاد ټولو هېوادونو سره تفاهم ته ورسېږو او د دې کار لپاره زمینه هم برابره ده.»
دغه راز، د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، اسلامی امارت له قطر، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، پاکستان، ایران، ترکمنستان، اوزبېکستان او تاجیکستان سره عادي اړیکې لري او یاد هېوادونو سفارتونه هم فعال دي او په خبره یې اسلامي امارت له دغو هېوادونو سره له مخکې رسمي تعاملات لري.
ذبیح الله مجاهد وايي: « موږ له اسلامي هېوادونو او د سیمې له هېوادونو سره ډېرې ښې اړیکې لرو او ډېرو یې په افغانستان کې خپل سفارتونه هم خلاص کړي دي. زموږ له ۴۰ څخه ډېرې ډېپلوماټیکې استاوزلۍ فعالې دي او دلته هم د ډېرو هېوادونو استازولۍ فعالیت کوي. موږ له ډېرو هېوادونو سره راشه درشه لرو او دا د دې مانا لري چې موږ ښه تعامل لرو. ځينې استثنايي ستونزې شته، لکه پاکستان سره چې زموږ په هېواد یې تری وکړی او له امله یې ستونزې را پيدا شوې.»
له روسیې پرته د اسلامي امارت حکومت هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د ګاونډيو، سیمې او نړۍ له ګڼو هېوادونو سره یې اړیکې پراخې کړې دي. څو ورځې وړاندې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د دغو اړیکو په لړ کې اسلامي امارت په بېلابېلو هېوادونو کې خپلې ۴۰ استازولۍ فعالې کړې او ځینو هېوادونو ته یې خپل سفیران هم ور معرفي کړي دي.
خو نړۍ د اسلامي امارت رسمیت پېژندنې لپاره د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی، د ټولګډونه حکومت جوړول، د ملي ډیالوګ پیلول او له ترهګرۍ او نشه یي توکو سره مبارزه یې شرطونه یاد کړي دي.
خو اسلامي امارت ځينې دغه شرطونه خپل کورني مسایل ګڼي او د نړۍ له هېوادونو غواړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.