Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
میرضیایف: د قوش تېپې کانال د مرکزي اسیا اوبو وېش زیانمنولی شي

میرضیایف: اوزبېکستان د افغانستان په اړه رغنده تګلارې ته ادامه کوري.

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/30

د افغانستان، سیمې او نړۍ تودې اړیکې؛ د اوزبېکستان ولسمشر وایي، هېواد به یې د ګاونډي افغانستان په اړه خپلې رغنده او متوازنې تګلارې ته دوام ورکړي.

شوکت میرضیایف د اوزبېکستان د خپلواکۍ ۳۵مې کلیزې په مراسمو کې ویلي، تاشکند د افغانستان په اړه د متوازن او څو اړخیز بهرني سیاست پر مخ وړلو ته ژمن دی.

هغه زیاته کړې، اوزبېکستان به د ۲۰۲۷ او ۲۰۲۹ کلونو ترمنځ د لومړي ځل لپاره د خپلواکو هېوادونو د غورځنګ مشري هم پر غاړه واخلي.

میرضیایف دغه راز ویلي: « موږ له افغانستان سره خپلې عادي او رغنده اړیکې دوامداره ساتو؛ زه ویلی شم چې د افغانستان او ازبیکستان اړیکې ډېرې مهمې دي او موږ هم  د افغانستان په اړه د خپلې متوازنې او څو اړخیزې بهرنۍ تګلارې پر دوام ټینګار کړی.»

بل پلو، د ایران ولسمشر د دې هېواد له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې  ویلي، د ایران اسلامي جمهوریت هڅه کوي د سیمې له هېوادونو لکه افغانستان، پاکستان، سعودي عربستان، ترکیې، متحده عربي امارات، قطر، عمان او مصر سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي.

مسعود پزشکیان زیاته کړې، د سیمې هېوادونه باید د ترینګلتیاوو کمولو او پر اسلامي هېوادونو د اسراییل د بریدونو مخنیوي لپاره له یو بل سره همکاري وکړي.

پزشکیان زیاته کړې: « له پاکستان، افغانستان، سعودي عربستان، ترکیې، متحده عربي اماراتو، قطر، عمان، مصر، اذربایجان، ترکمنستان سره ښې اړیکې غواړو، موږ کولی شو له یاد ټولو هېوادونو سره تفاهم ته ورسېږو او د دې کار لپاره زمینه هم برابره ده.»

دغه راز،  د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، اسلامی امارت له قطر، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، پاکستان، ایران، ترکمنستان، اوزبېکستان او تاجیکستان سره عادي اړیکې لري او یاد هېوادونو سفارتونه هم فعال دي او په خبره یې اسلامي امارت له دغو هېوادونو سره له مخکې رسمي تعاملات لري.

ذبیح الله مجاهد وايي: « موږ له اسلامي هېوادونو او د سیمې له هېوادونو سره ډېرې ښې اړیکې لرو او ډېرو یې په افغانستان کې خپل سفارتونه هم خلاص کړي دي. زموږ له ۴۰ څخه ډېرې ډېپلوماټیکې استاوزلۍ فعالې دي او دلته هم د ډېرو هېوادونو استازولۍ فعالیت کوي. موږ له ډېرو هېوادونو سره راشه درشه لرو او دا د دې مانا لري چې موږ ښه تعامل لرو. ځينې استثنايي ستونزې شته، لکه پاکستان سره چې زموږ په هېواد یې تری وکړی او له امله یې ستونزې را پيدا شوې.»

له روسیې پرته د اسلامي امارت حکومت هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د ګاونډيو، سیمې او نړۍ له ګڼو هېوادونو سره یې اړیکې پراخې کړې دي. څو ورځې وړاندې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې  د دغو اړیکو په لړ کې اسلامي امارت په بېلابېلو هېوادونو کې خپلې ۴۰ استازولۍ فعالې کړې او ځینو هېوادونو ته یې خپل سفیران هم ور معرفي کړي دي.

خو نړۍ د اسلامي امارت رسمیت پېژندنې لپاره د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی، د ټولګډونه حکومت جوړول، د ملي ډیالوګ پیلول او له ترهګرۍ او نشه یي توکو سره مبارزه یې شرطونه یاد کړي دي.

خو اسلامي امارت ځينې دغه شرطونه خپل کورني مسایل ګڼي او د نړۍ له هېوادونو غواړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist