پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنۍ که څه هم نږدې یو کال تېریږي،خو دلته د افغانانو بشري وضعیت لاهم د نړۍ له تر ټولو سترو ناورینونو یادیږي،چې د اوکراین له موضوع سره موازي د نړیوالو بحثونو محور ګرځیدلی دی.
تازه د سره صلیب نړېوالې کمیټې پر دغه وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي،چې د افغانستان تر ټولو ستر بشري ناورین له امله نیمایي افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې د راپور یوه برخه:« افغانستان کې ښځو او سړيو د مرستو په لټه هره ورځ پر واټونو کتارونه جوړ کړي وي. د افغانستان تر ټولو ستر بشري ناروین پر مهال نیمایي افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. نړۍ باید افغانستان هېر نه کړي.»