Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سور صلیب نړیواله کمېټه: نړیواله ټولنه باید له افغانانو سره بشري مرستې زیاتې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/14

پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنۍ که څه هم نږدې یو کال تېریږي،خو دلته د افغانانو بشري وضعیت لاهم د نړۍ له تر ټولو سترو ناورینونو یادیږي،چې د اوکراین له موضوع سره موازي د نړیوالو بحثونو محور ګرځیدلی دی. 

تازه د سره صلیب نړېوالې کمیټې پر دغه وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي،چې د افغانستان تر ټولو ستر بشري ناورین له امله نیمایي افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د راپور یوه برخه:« افغانستان کې ښځو او سړيو د مرستو په لټه هره ورځ پر واټونو کتارونه جوړ کړي وي. د افغانستان تر ټولو ستر بشري ناروین پر مهال نیمایي افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. نړۍ باید افغانستان هېر نه کړي.» 

سور صلیب داسې مهال پر نړیواله ټولنه له افغانستان سره د نورو مرستو غږ کوي،چې سویزرلنډ له افغانانو سره د بشري مرستو په موخه د دوه اعشاریه دوه میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړی دی. 

یاده مرسته د افغانستان له بشري صندوق سره شوې،چې هېواد کې د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې یا اوچا لخوا اداره کیږي.

اوچا وايي:«له سویزرلنډ مننه کوو،چې یو ځل بیا یې له افغانانو سره د دوه اعشاریه دوه میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړه. سویزرلنډ افغانستان سره له لویو مرستندویو هېوادونو دی،چې له ۲۰۱۶ زېږدیز کال راهیسې یې د ۱۲ میلیونه ډالرو مرسته کړې ده.» 

کابل کې د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږۍ کوونکې ادارې یا اوچا ویلي،د سویزرلنډ دا پیسې به میلیونونه هغو افغانانو سره مرسته وکړي،چې په اوس کې له سخت وضعیت سره مخ دي.

ملګرو ملتونو د افغانستان بشري وضعیت د مهار لپاره وړاندیز کړی دی،چې په روان ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې ۴ اعشاریه ۴ میلیارده ډالر مرسته ورسره وکړي. 

دا د ملګرو ملتونو په تاریخ کې لومړی ځل دی،چې د یوه هېواد لپاره د دومره پیسو غوښتنه کیږي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist