Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د بښنې نړیوال سازمان: افغانستان کې پر بریټانیوي ځواکونو د جنګي جنایتونو تورونو پلټنه باید وشي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/14

وروسته له هغه چې د بریټانوي هوایي ځانګړو ځواکونو په تړاو یو راپور خپور شو،چې په کې د یادو ځواکونو جنګي جنایتونه په ډاګه شوي ول، د بښنې نړیوال سازمان دغه راپور ته غبرګون ښودلی او د دغو تورونو د څېړنو غوښتنه یې کړې،چې په خبره یې سرغړونکو سره حساب وشي.

د بښنې نړیوال سازمان د راپور یوه برخه:« د بښنې نړیوال سازمان افغانستان کې د ماموریت پر مهال د بریتانیا ځانګړو ځواکونو خلاف د لګول شویو تورونو په اړه کارنده او رڼې څېړنې غواړي،چې قربانیانو سره عدالت او سرغړوونکو سره حساب وشي.» 

د بښنې نړیوال سازمان دا د بریټانیا مسوولیت ګڼلی دی،چې د خپلو ځواکونو په تړاو پلټنه وکړي.

د بښنې نړیوال سازمان د راپور یوه برخه:« بریټانیا مکلفه ده،چې سملاسي د دوی پر ځانګړو ځواکونو د جنګي جنایتونو د لګېدلو تورونو په اړه څېړنې پیل کړي او هر بریټانوي وګړی چې فردي جرمي مسوولیت ورګرځي، باید بریټانیا کې د عدالت میز ته کېنول شي.» 

د بښنې نړیوال سازمان ویلي،که بریټانیا د خپلو ځواکونو د سرغړونو لېواله نه وي، نو د جنګي جنایتونو نړیواله محکمه دې دا کار وکړي.

د بښنې نړیوال سازمان د راپور یوه برخه:« که بریټانیا د خپل پوځ خلاف د قضیو پرانېستلو ته لېواله نه وي، هغه څه چې یې عراق کې د خپلو ځواکونو لخ خوا د ترسره شویو جنګي جنایتونو په اړه په بې شرمۍ سره وښودل، د جنګي جنایتونو نړیواله محکمه باید دا کار وکړي.» 

افغانستان له ۲۰۰۳ زېږدیز کال راهیسې د جنایتونو نړیوالې محکمې غړېتوب لري، بریټانیا په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کې د روم اساس نامه تصویب کړې،چې له مخې یې د جنایتونو نړیواله محکمه کولای شي، په دواړو هېوادونو کې د جنایتونو پلټنه وکړي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist