Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د غازي امان الله خان لس کلنه واکمني څه ډول پيل او پای ته ورسېده

د غازي امان الله خان لس کلنه واکمني څه ډول پيل او پای ته ورسېده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/20

غازي امان الله خان د افغانستان په معاصر تاریخ کې له هغو پاچاهانو دی چې نوم یې د هېواد له خپلواکۍ، ملي حاکمیت، دولت جوړونې او د ټولنې له اصلاح سره تړلی.

امان الله خان په ۱۸۹۲ زېږدیز کال زېږېدلی، د پلار امیر حبیب الله خان د واکمنۍ پر مهال یې عصري او پوځي زده کړې وکړې او د پلار له وژل کېدو وروسته یې په کابل کې د خپلې واکمنۍ اعلان وکړ.

واک ته له رسېدو سره سم یې په حکومت کې د بدلونونو او د بهرني سیاست په برخه کې د نويو افکارو په اړه نوې سټراټيژۍ تعقیب کړې. د هغه د واکمنۍ لومړۍ ستره تاریخي پېښه له بریټانوي هند سره درېیمه افغان ـ انګلیس جګړه او د افغانستان د بهرني سیاست د بشپړې خپلواکۍ ترلاسه کول و.

امان الله خان هڅه وکړه افغانستان د اداري، حقوقي، پوځي، اقتصادي، ښوونیزو او ټولنیزو اصلاحاتو له لارې د یوه عصري دولت پر لور سم کړي.

شاه امان الله یوازې په بهرني سیاست کې بدلون نه غوښت بلکې د هېواد دننه یې هم د دولت د عصري کولو لپاره ګڼې طرحې پلې کړې.

 د ښوونې او روزنې پراختیا، د اداري نظام اصلاح، د اساسي قانون جوړول، د ښځو د زده کړو ملاتړ او د بهرنیو هېوادونو له تجربو څخه ګټه اخستل، د هغه د اصلاحاتي پروګرام مهمې برخې وې.

د سیاسي شنونکی عزیز معارج وايي: « کله چې امیر حبیب الله خان د لغمان په کله ګوش کې په شهادت ورسېد، امان الله خان د پاچاهۍ پر تخت کېناست. امان الله خان د افغانستان لپاره په بهرني سیاست کې خپلواکي ترلاسه کړه او په کورنیو چارو کې یې ډېر پراخ اصلاحات پيل کړل. دغه غوښتل افغانستان د پرمختګ په لوري چټک ګامونه پورته کړي او په دې لړ کې یې اداري قوانین جوړ کړل، د ښځو د حقونو او زده کړو لپاره یې هڅې وکړې.»

د تاریخ یو شمېر څېړونکي امان الله خان د افغانستان د معاصر دولت د جوړونې له مهمو څېرو بولي او وايي، نوموړي غوښتل افغانستان په لنډ وخت کې له سیاسي او اداري پلوه له نړۍ سره سیال کړي.

د هغه د اصلاحاتو د چټک پلي کېدو څرنګوالی، د ټولنې له دودونو او د وخت له سیاسي شرایطو سره نه همغږي، د هغه د واکمنۍ پر وړاندې د مخالفتونو له مهمو عواملو څخه وو.

تاریخ پوه محمد حلیم تنویر وايي: « غازي امان الله خان یو سیاسي پادشاه و چې تقریبا ً ۱۰۷ کاله مخکې د ده په ابتکار او په ماحول کې د نورو جنرالانو په زیار، د افغانستان خپلواکي ترلاسه شوه.»

تاریخ پوه خلیل احمد نادم وايي: « شاه غازي امان الله داسې یو شخصیت و چې تر قیادت لاندې یې افغانانو درېیم افغان – انګلیس جګړه وګټله او د افغانستان استقلال یې اعلان کړ. غازي له ډېرې هېوادونو سره اړیکې جوړې کړې، اساسي قانون یې جوړ کړ، د نجونو ښوونځي یې پرانستل، مطبوعات یې ازاد کړل، پوست یې ایجاد کړ، مخابرات او راډیو یې فعال کړل او د پرمختګ ګڼ نور ګامونه یې پورته کړل. له بده مرغه ځینې خایین کسان د ده په ضد راپورته شول او هغه پلانونه یې ناکام کړل چې ده د افغانستان د پرمختګ لپاره جوړ کړي وو.»

غازي امان الله خان د ۱۹۶۰ کال په اپرېل کې د سویس په زوریخ ښار کې وفات شو. د هغه سیاسي میراث تر نن ورځې د افغان تاریخ د بحث یوه مهمه برخه ده او خلک یې د خپلواکۍ اتل او د اصلاحاتو مخکښ بولي او دغه راز،  د افغانستان د معاصر تاریخ په جوړېدو کې د ده نوم ځانګړی ځای لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist