Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له جرمني څخه  د افغان کډوالو ایستلو په  ضد لاریون  وشو

له جرمني څخه د افغان کډوالو ایستلو په ضد لاریون وشو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/18

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړیو د جرمني په برلین کې د سوله‌ییز لاریون پرمهال د جرمني له حکومت وغوښتل چې د افغان کډوالو ایستلو پر پرېکړې له سره غور وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وایي، دوی به خپلو مبارزو او لاریونونو ته تر هغې ادامه ورکړي چې د جرمني حکومت یې غوښتنې منلې نه وي.

په جرمني کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له دې هېواده د افغانانو د جبري ستنولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د دې لړۍ د سملاسي درولو غوښتنه یې کړې.

لاریون کوونکی اسدالله وايي: « زموږ دا راټولېدنې به ادامه ولري، ترڅو د افغانانو حقوق رعایت شي او د ډیپورټ کېدو لړۍ یې بنده شي.»

لاریون کوونکی احمدزی وايي: « زه داسې کسان پېژنم چې د میاشتې ۳۶۰ ساعته کار کوي، خو اوس له دې ځایه لېږل کېږي او هېڅوک غږ نه پورته کوي. له دومره کار سره هم د مجرم په نوم بېرته افغانستان ته استول کېږي، دا زموږ له خلکو سره ظلم دی.»

لاریونوالو د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې د هغوی د پناه غوښتنې او استوګنې قضیې باید د بشري حقونو او قانوني اصولو په پام کې نیولو سره و ارزول شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په یوې اعلامیه کې هم ویلي چې اندېښنه دا ده هغه کسان چې په جبري توګه ستنول کېږي، داسې کسان هم په‌کې شته چې هېڅ ډول جرمي سابقه نه لري مګر بیا هم داسې هېواد ته ستنول کېږي چې لاهم له جدي بشري ستونزو سره مخ دی.

د کډوالو د حقونو فعالان هم له جرمني غواړي چې له افغان کډوالو سره د نړیوالو قوانینو او اصولو له مخې چلن وکړي.

د کډوالو حقونو فعال ګلاخان بهادري وايي: « د پښتون ژغورنې غورځنګ د لاریون کوونکو غوښتنې د جدي پاملرنې وړ دي. زموږ غوښتنه هم دا ده چې له افغان کډوالو سره باید د قانون، انساني کرامت او عادلانه چلن پر بنسټ برخورد وشي.»

د کډوالو حقونو فعال عبدالرازق عدیل وايي: « جرمني نه باید افغانان له کوم دلیل پرته، یوازې د افغان توب له امله اخراج کړي. هره دوسیه باید جلا او د واقعي خطر، د فرد د مخینې، کورني او حقوقي وضعیت له مخې وڅېړل شي.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ د جرمني څانګې همدارنګه له دې هېواد غوښتي چې د ستنولو پر ځای د هغو کسانو خوندیتوب او انساني کرامت ته لومړیتوب ورکړي چې افغانستان ته د بېرته ستنېدو په صورت کې له ستونزو سره مخ کېدای شي.

دا لاریون داسې مهال کېږي چې په جرمني او د اروپا په یو شمېر نورو هېوادونو کې د کډوالۍ پر سیاستونو بحثونه زیات شوي او د افغان کډوالو د استوګنې او بېرته ستنولو موضوع هم د دغو بحثونو یوه برخه ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چین وايي د افغانستان او پاکستان له چارواکو سره یې پر موجوده ترینګلتیاوو خبرې کړې
افغانستان

چین وايي د افغانستان او پاکستان له چارواکو سره یې پر موجوده ترینګلتیاوو خبرې کړې

اگست 18, 2026
متقي: هېڅوک د خپلې شخصي انګیزې له مخې پر ولس فشار نه شي راوستی
افغانستان

متقي: هېڅوک د خپلې شخصي انګیزې له مخې پر ولس فشار نه شي راوستی

اگست 18, 2026
هانا نیومن: اروپا د افغانستان له اوسني حکومت سره تعامل لپاره روښانه سټراټیژي نه لري
افغانستان

هانا نیومن: اروپا د افغانستان له اوسني حکومت سره تعامل لپاره روښانه سټراټیژي نه لري

اگست 18, 2026
جمعه خان فاتح د اسلامي امارت ځواکونو ته تسلیم شو
افغانستان

جمعه خان فاتح د اسلامي امارت ځواکونو ته تسلیم شو

اگست 18, 2026
نورستان کې د برېښنا د دوو بندونو تخنیکي سروې بشپړه شوه
افغانستان

نورستان کې د برېښنا د دوو بندونو تخنیکي سروې بشپړه شوه

اگست 18, 2026
د کرنې او مالدارۍ پنځه ورځنی نړیوال نندارتون پای ته ورسېد
افغانستان

د کرنې او مالدارۍ پنځه ورځنی نړیوال نندارتون پای ته ورسېد

اگست 17, 2026

وروستي خبرونه

کاه چیني یا له بوسو د هنري اثارو جوړولو هنر، سادګي، ښکلا او نوښت

کاه چیني یا له بوسو د هنري اثارو جوړولو هنر، سادګي، ښکلا او نوښت

اگست 18, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
چین وايي د افغانستان او پاکستان له چارواکو سره یې پر موجوده ترینګلتیاوو خبرې کړې

چین وايي د افغانستان او پاکستان له چارواکو سره یې پر موجوده ترینګلتیاوو خبرې کړې

اگست 18, 2026
له جرمني څخه  د افغان کډوالو ایستلو په  ضد لاریون  وشو

له جرمني څخه د افغان کډوالو ایستلو په ضد لاریون وشو

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026
۱۶ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل؛ ۶.۲ میلیونه ماشومان به واکسین شي

روغتیا وزارت پنځو ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل کړ

اگست 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist