Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جمعه خان فاتح د اسلامي امارت ځواکونو ته تسلیم شو

جمعه خان فاتح د اسلامي امارت ځواکونو ته تسلیم شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/18

امنیتي سرچینې وايي، په بدخشان کې د اسلامي امارت د یوه سیمه ییز قومندان، جمعه خان فاتح، له تسلیمېدو وروسته به له ده سره تړلي ټول وسله وال بې وسلې کیږي.

قومندان فاتح او وسله وال یې لږ تر لږه له یوې اوونۍ راهیسې د بدخشان په نسي ولسوالۍ کې د دفاع وزارت د ځانګړو ځواکونو پر وړاندې جګړه کوله.

په کابل کې یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط شمشاد ته ویلي چې کله د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو په نسي ولسوالۍ کې د فاتح  پر وسله والو محاصره تنګه کړه، نو ده ته له تسلیمېدو پرته بله لار پاتې نه شوه.

شمشاد ته د استول  شویو معلوماتو په یوه برخه کې راغلي: « وروسته له هغې چې پر جمعه خان فاتح او وسله والو یې د محاصرې کړۍ راتنګه شوه، نو  ده ته د تسلیمېدو پرته بله لار پاتې نه شوه.  هغه تسلیمېدل بهتر وګڼل او د بدخشان په نسي ولسوالۍ کې د اسلامي امارت ځواکونو ته تسليم شو. جمعه خان په داسې حال کې تسليم شو چې د اسلامي امارت د پوځ لوی درستيز قاري فصيح الدين فطرت له څو استقامتونو څخه د نوموړي په اغتشاش ګرې ډلې د قاطع او نهايي بريد ترسره کولو لپاره نسي ولسوالۍ ته سفر وکړ‌. په پلان کې ده چې د جمعه خان فاتح ټول ملګري بې وسلې او سیمه تصفیه شي.»

تر دې مخکې په بدخشان کې ځینو سرچینو ویلي وو چې د جمعه خان فاتح یو شمېر وسله وال د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال د شپې له خوا تسلیم شوي وو او خپله جمعه خان فاتح سهار مهال له خپلو پاتې وسله والو سره تسلیم شو.

د وسله والو ځواکونو لوی درستیز له تېرو درېیو ورځو راهیسې په بدخشان کې دی او ویل کیږي چې جمعه خان فاتح د پوځ له لوی درستیز سره یوځای شوی.

له دې مخکې جمعه خان فاتح همدا تېره اوونۍ په یوه غږیز پیغام کې د شته ستونزو د حل لپاره د خبرو وړاندیز کړې و، خو د حکومت له لوري یې ځواب ترلاسه نه کړ.

یوې بلې امنیتي سرچینې بیا شمشادته ویلي چې جمعه خان فاتح  له خبرو او کومې هوکړې پرته د اسلامي امارت ځواکونو ته تسلیم شوی.

د بدخشان نسي ولسوالي چې ډېره کله په کې د فاتح د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې کېدلې، د قومندان فاتح اصلي مرکز ګڼل کیږي.

بله خوا، امنیتي شنونکي د قومندان فاتح پر وړاندې د اسلامي امارت غوڅ دریځ ستايي او وایي چې د هغو قومندانانو پر وړاندې باید سخت چلن وشي چې نظام ننګوي او د نظام د مشرانو د اوامرو له منلو ډډه کوي. د دوی په خبره، دا د نورو لپاره هم واضېح پيغام دی.

دوی د قومندان فاتح په اړه وايي، هغه د پاکستان او پخوانیو جنګسالارانو له خوا هڅول شوی و.

د چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « جمعه خان فاتح د پاکستان، تاجیکستان او پخوانیو جنګسالارانو له خوا تحریک شوی و، ترڅو وخان ونیسي او د دې دهلېز پروژه شنډه کړي. اسلامي امارت باید دې سیمې ته جدي پاملرنه وکړي او خپل تر ټولو پیاوړي ځواکونه په کې ځای پرځای کړي. همدارنګه، اسلامي امارت باید هغه کسان سخت وځپي چې د نظام پر وړاندې بغاوت کوي.»

جمعه خان فاتح د تېر حکومت پر مهال په بدخشان کې د اسلامي امارت په پلوۍ را پورته شو او د درواز سیمې ولسوالیو په نیولو کې یې مهم رول درلود.

د اسلامي امارت له مسوولینو سره د هغه اختلافات تر ډېره په مادي او مالي امکاناتو او همداراز په بدخشان کې د ده په سیمه کې د کانونو د استخراج د کنټرول پر سر و.

اکثریت شنونکي په دې باور دي چې جمعه خان په بدخشان کې د پاکستان د لاسوهنې او د ځینو مخالفانو له خوا افغانستان ته د راننوتلو سبب شوی و.

دا چې د اسلامي امارت مشرتابه به د هغه په اړه څه ډول پرېکړه وکړي، دا به وروسته څرګنده شي، خو د اوس لپاره پرېکړه  شوې چې وسلوال یې باید بې وسلې او ټوله سیمه تصفیه شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چین وايي د افغانستان او پاکستان له چارواکو سره یې پر موجوده ترینګلتیاوو خبرې کړې
افغانستان

چین وايي د افغانستان او پاکستان له چارواکو سره یې پر موجوده ترینګلتیاوو خبرې کړې

اگست 18, 2026
له جرمني څخه  د افغان کډوالو ایستلو په  ضد لاریون  وشو
افغانستان

له جرمني څخه د افغان کډوالو ایستلو په ضد لاریون وشو

اگست 18, 2026
متقي: هېڅوک د خپلې شخصي انګیزې له مخې پر ولس فشار نه شي راوستی
افغانستان

متقي: هېڅوک د خپلې شخصي انګیزې له مخې پر ولس فشار نه شي راوستی

اگست 18, 2026
هانا نیومن: اروپا د افغانستان له اوسني حکومت سره تعامل لپاره روښانه سټراټیژي نه لري
افغانستان

هانا نیومن: اروپا د افغانستان له اوسني حکومت سره تعامل لپاره روښانه سټراټیژي نه لري

اگست 18, 2026
نورستان کې د برېښنا د دوو بندونو تخنیکي سروې بشپړه شوه
افغانستان

نورستان کې د برېښنا د دوو بندونو تخنیکي سروې بشپړه شوه

اگست 18, 2026
د کرنې او مالدارۍ پنځه ورځنی نړیوال نندارتون پای ته ورسېد
افغانستان

د کرنې او مالدارۍ پنځه ورځنی نړیوال نندارتون پای ته ورسېد

اگست 17, 2026

وروستي خبرونه

کاه چیني یا له بوسو د هنري اثارو جوړولو هنر، سادګي، ښکلا او نوښت

کاه چیني یا له بوسو د هنري اثارو جوړولو هنر، سادګي، ښکلا او نوښت

اگست 18, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
چین وايي د افغانستان او پاکستان له چارواکو سره یې پر موجوده ترینګلتیاوو خبرې کړې

چین وايي د افغانستان او پاکستان له چارواکو سره یې پر موجوده ترینګلتیاوو خبرې کړې

اگست 18, 2026
له جرمني څخه  د افغان کډوالو ایستلو په  ضد لاریون  وشو

له جرمني څخه د افغان کډوالو ایستلو په ضد لاریون وشو

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026
۱۶ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل؛ ۶.۲ میلیونه ماشومان به واکسین شي

روغتیا وزارت پنځو ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل کړ

اگست 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist