امنیتي سرچینې وايي، په بدخشان کې د اسلامي امارت د یوه سیمه ییز قومندان، جمعه خان فاتح، له تسلیمېدو وروسته به له ده سره تړلي ټول وسله وال بې وسلې کیږي.
قومندان فاتح او وسله وال یې لږ تر لږه له یوې اوونۍ راهیسې د بدخشان په نسي ولسوالۍ کې د دفاع وزارت د ځانګړو ځواکونو پر وړاندې جګړه کوله.
په کابل کې یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط شمشاد ته ویلي چې کله د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو په نسي ولسوالۍ کې د فاتح پر وسله والو محاصره تنګه کړه، نو ده ته له تسلیمېدو پرته بله لار پاتې نه شوه.
شمشاد ته د استول شویو معلوماتو په یوه برخه کې راغلي: « وروسته له هغې چې پر جمعه خان فاتح او وسله والو یې د محاصرې کړۍ راتنګه شوه، نو ده ته د تسلیمېدو پرته بله لار پاتې نه شوه. هغه تسلیمېدل بهتر وګڼل او د بدخشان په نسي ولسوالۍ کې د اسلامي امارت ځواکونو ته تسليم شو. جمعه خان په داسې حال کې تسليم شو چې د اسلامي امارت د پوځ لوی درستيز قاري فصيح الدين فطرت له څو استقامتونو څخه د نوموړي په اغتشاش ګرې ډلې د قاطع او نهايي بريد ترسره کولو لپاره نسي ولسوالۍ ته سفر وکړ. په پلان کې ده چې د جمعه خان فاتح ټول ملګري بې وسلې او سیمه تصفیه شي.»
تر دې مخکې په بدخشان کې ځینو سرچینو ویلي وو چې د جمعه خان فاتح یو شمېر وسله وال د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال د شپې له خوا تسلیم شوي وو او خپله جمعه خان فاتح سهار مهال له خپلو پاتې وسله والو سره تسلیم شو.
د وسله والو ځواکونو لوی درستیز له تېرو درېیو ورځو راهیسې په بدخشان کې دی او ویل کیږي چې جمعه خان فاتح د پوځ له لوی درستیز سره یوځای شوی.
له دې مخکې جمعه خان فاتح همدا تېره اوونۍ په یوه غږیز پیغام کې د شته ستونزو د حل لپاره د خبرو وړاندیز کړې و، خو د حکومت له لوري یې ځواب ترلاسه نه کړ.
یوې بلې امنیتي سرچینې بیا شمشادته ویلي چې جمعه خان فاتح له خبرو او کومې هوکړې پرته د اسلامي امارت ځواکونو ته تسلیم شوی.
د بدخشان نسي ولسوالي چې ډېره کله په کې د فاتح د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې کېدلې، د قومندان فاتح اصلي مرکز ګڼل کیږي.
بله خوا، امنیتي شنونکي د قومندان فاتح پر وړاندې د اسلامي امارت غوڅ دریځ ستايي او وایي چې د هغو قومندانانو پر وړاندې باید سخت چلن وشي چې نظام ننګوي او د نظام د مشرانو د اوامرو له منلو ډډه کوي. د دوی په خبره، دا د نورو لپاره هم واضېح پيغام دی.
دوی د قومندان فاتح په اړه وايي، هغه د پاکستان او پخوانیو جنګسالارانو له خوا هڅول شوی و.
د چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « جمعه خان فاتح د پاکستان، تاجیکستان او پخوانیو جنګسالارانو له خوا تحریک شوی و، ترڅو وخان ونیسي او د دې دهلېز پروژه شنډه کړي. اسلامي امارت باید دې سیمې ته جدي پاملرنه وکړي او خپل تر ټولو پیاوړي ځواکونه په کې ځای پرځای کړي. همدارنګه، اسلامي امارت باید هغه کسان سخت وځپي چې د نظام پر وړاندې بغاوت کوي.»
جمعه خان فاتح د تېر حکومت پر مهال په بدخشان کې د اسلامي امارت په پلوۍ را پورته شو او د درواز سیمې ولسوالیو په نیولو کې یې مهم رول درلود.
د اسلامي امارت له مسوولینو سره د هغه اختلافات تر ډېره په مادي او مالي امکاناتو او همداراز په بدخشان کې د ده په سیمه کې د کانونو د استخراج د کنټرول پر سر و.
اکثریت شنونکي په دې باور دي چې جمعه خان په بدخشان کې د پاکستان د لاسوهنې او د ځینو مخالفانو له خوا افغانستان ته د راننوتلو سبب شوی و.
دا چې د اسلامي امارت مشرتابه به د هغه په اړه څه ډول پرېکړه وکړي، دا به وروسته څرګنده شي، خو د اوس لپاره پرېکړه شوې چې وسلوال یې باید بې وسلې او ټوله سیمه تصفیه شي.