Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ثاقب: د حج  په مراسمو کې افغان حاجيانو ته بشپړ امکانات او اسانتياوې برابرې شوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/09

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد حج او اوقافو وزارت سرپرست وزير  نور محمد ثاقب،چې خپله هم د حج فريضې اداء کولو په موخه سعودي عربستان ته تللی دی وايي، سعودي عریستانکې ټولو افغان حاجيانو ته د اړتیا وړ ټول امکانات او اسانتیاوې برابرې شوې دي. 

ثاقب وايي،ځانګړي کميټه لري او له همدې لارې پر افغان حاجیانو څار او د هغوی ستونزو ته رسېدنه کوي.

هغه زیاته کړه:«افغان حاجیانو ته ټولې اسانتیاوې نیول شوي دي. د ترانسپورټ چمتوالی هم نیول شوی دی. د تغذیې ترتیب یې هم ښه دی. په هره برخه کې موظفین په ډېر اخلاص سره چوپړ کوي. الحمد الله موږ له هغوی باوري یو. څار یې هم کوو. پام مو ورته دی. زه له ټولو کمېټو سره په اړیکه کې یم. وخت پر وخت د دوی  مالومات کوو،چې څه ستونزه خو به نه وي. الحمد الله چمتوالی ډېر ښه نیول شوی دی.»

اخوا د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د حج په مراسمو کې د افغان حاجيانو کوچنيو ستونزو شتون مني،خو وايي، دوی د يوې مياشتۍ په لړ کې له سعودي عربستان سره د حاجیانو  د شمير او دوی ته د امکاناتو برابرولو اړيکه تنظیم کړې.

مجاهد زیاته کړه:« د حج او اوقافو وزارت سږ کال ډېر کم وخت یعنې یوه میاشت  درلوده،چې اړیکې یې جوړې کړې، غوښتنې او ټول مسایل مطرح شول. په راتلوونکو کالونو کې ښايي پر دې فکر وشي.  د سعودي عربستان له چارواکو سره به هم خبرې وشي او د افغانانو لپاره به امتیازات ترې وغوښتل شي. دغه راز حاجیانو ته به اسانتیاوې برابرې شي.» 

ذبیح الله مجاهد وايي، دوی  د حج مراسمو ته د يوې اسلامي فريضې په سترګه ګوري او نه غواړي، له دغو مناسکو سره سیاسي چلن وشي.

هغه زیاته کړه:« زه ټولو افغانانو ته ډاډ ورکوم،چې اسلامي امارت به په ټولو عبادتي امورو کې او په ځانګړي ډول د حج فرضیې اداء کولو په کار کې له هر څه زیاته پاملرنه کوي او ډېر لوی ارزښت ورکوي. له دې سره یوه د عبادت په توګه چلن کوي.  له دې سره سیاسي چلن نه کوي. هڅه کوي، چې د افغان حاجیانو ښه خدمت وشي او ښه زمینه ورته برابره شي.» 

د ويلو ده،چې تير دوه کلونه د کورونا وبا له امله د حج مراسم ځنډول شوي وو.

هر کال له اسلامې نړۍ میلیونونه مسلمانان د حج فريضې اداکولو لپاره سعودي عربستان  ته ځي،چې سږکال له افغانستانه څه باندې۱۳  نيم زره حاجيان سعودي ته تللي دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist